د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت د نړیوال بانک په مرسته ګڼ سکولونه جوړوي او رغوي


سوات کې یو سوځول شوی سکول
تصویر له ارشیفه
سوات کې یو سوځول شوی سکول تصویر له ارشیفه

د خيبرپښتونخوا د تعليم محکمه وايي د نړیوال بانک په مرسته به سږ کال د سرکاري سکولونو، په تېره د نجونو د هغو د حالت ښه کولو پر چارو ۱۸ اربه او ۹۱ کروړه روپۍ ولګوي.

د پلان له مخې د نويو سکولونو جوړولو او رغولو پروژه به د صوبې په څلورو ضلعو، پېښور، نوښار، هريپور او صوابۍ کې عملي کوي چې پکې به د ۲۰۰ پرايمري سکولونو درجه مېډل او د ۸۰ مېډل سکولونو هغه هايي سکولونو ته لوړولای شي.

په دې پروژه کې په سکولونو کې د انرژۍ ضرورتونو پوره کولو لپاره د ۲۱۶۰ سولر پينلو لګولو چارې هم شاملې دي.

په دې اړه مو د زياتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د فبرورۍ پر ۱۰مه د خيبرپښتونخوا د تعليم وزير شهرام خان ترکی او د ده د ادارې يوشمېر افسرانو ته ټيليفونونه وکړل، خو يوه هم ځواب و نه وايه.

د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د حکومتي ګوند تحريک انصاف يوه غړي پښتونيار خان، چې د ابتدايي او ثانوي تعليم د قايمه کمېټې مشر دی، زموږ زنګ ته ځواب ووايه او د يادې تعليمي پروژې په اړه د خبرو لوظ يې راسره وکړ خو بيا حاضر نه شو.

البته د صوابۍ ضلعې د لاهور تحصيل د تعليم محکمې مشر افسر غزا باچا د صوبايي حکومت د تعليمي پروژې په اړه خپل معلومات له مشل راډيو سره شريک کړل.

د نوموړي په خبره، حکومت دا پروګرام په ۲۰۱۳ز کال کې په ټوله صوبه کې پيل کړی وو چې زياته توجه پکې د نجونو د تعليم ښه والي ته شوې او په کاميابۍ مخ ته روان دی.

“ دا پروګرام له ۲۰۱۳ز راهيسې روان دی. دا به يې د “سکول اېمپرومنټ پلان” په نوم ياداوه. دا پروګرام ځکه کامياب دی چې مخکې به سي اينډ ډبليو محکمې د يوه سکول يوه خونه په ۱۸ يا ۱۹ لاکه جوړوله، اوس هغه د استادانو او پلرونو د ګډ کونسل په مشوره په ډېرو کمو پيسو او معياري جوړېږي. صوابۍ ضلعې ته د هلکانو او نجونو د سکولونو د پرمختيايي کارونو لپاره ټولې ۷۶ ميليونه روپۍ ورکړل شوې دي. د دې پيسو ۷۰ فيصدي به د نجونو پر سکولونو لګول کېږي. معنا دا چې تر پخوا هم زياه توجه د نجونو تعليم ته ورکړل شوې.''

دا چې حکومت د خپلې تعليمي پروژې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال دورې لپاره د يادو څلورو ضلعو انتخاب په کوم بنياد کړی؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د صوابۍ د لاهور تحصيل د تعليم محکمې مشر افسر غذا باچا زياته کړه چې يو خو د هغوی تېره کارکردګي ښه وه او بله دا چې په حکومت کې شامل ځينې بانفوده سياسي مشران غواړي چې دا رقم پرمختيايي چارې خپلو حلقو ته يوسي.

د خيبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۰ او ۲۱ مالي کال په بوديجه کې د ابتدايي او ثانوي تعليم لپاره ۳۰،۲ او د لوړو زده کړو لپاره ۸،۹ اربه روپۍ بېلې کړې دي.

حکومت ويلي وو چې په صوبه کې به ۳۰۰ نوي سکولونه جوړوي، د ۵۳۴ هغو درجې به لوړوي او په ۱۲۱۰ نورو کې به ضروري اسانتياوې برابروي.

حکومت همداراز له صوبې سره په نويو شاملو شويو ضلعو کې هم د ماشومانو نجونو د مياشتنيو وظيفو په مد کې ۳،۷ اربه او د هغوی د سکولونو د حالت ښه کولو په موخه دوه اربه روپۍ بېلې کړې دي.

خو د شمالي وزيرستان يو مدني فعال خان محمد وزير، چې د نارت وزيرستان ويلفير ايسوسي اين په نوم يوه ټولنه لري او په سيمه کې د تعليم لپاره کار کوي، مشال راډيو ته وايي چې حکومت د دوی د سيمې د تعليمي پرمختګ لپاره کړې وعدې نه دي پوره کړي.

''د شمالي وزيرستان په ليرې پرتو سيمو کې د ماشومانو د سکولو زښته ډېر کمی دی. د نجونو های سکولونه خو بيخي شته نه. د سکولونو استادان تنخاګانې اخلي، خو د ماشومانو زده کړې مخ ته نه ځي. د کډوالو خپلو سيمو ته د ستنېدو ډېره موده وشوه او حکومت بايد چې د هغوی ماشومانو ته د سکولونو جوړولو چارې تر اوسه بشپړې کړې وای. موږ له صوبايي حکومته هيله لرو چې د تعليم د پرمختيا په پروژو کې زموږ سيمې ته لازمه پاملرنه وکړي.''

د الف اعلان په نوم يو غير سرکاري اداره په پاکستان کې ماشومانو د تعليم په برخه کې کار کوي. د دې ادارې د پالېسۍ جوړونې څانګې يو کارکوونکي عمر اورکزي د فبرورۍ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې حکومتي افسران پر ځای د دې چې په ليرې پرتو او وروسته پاتو سيمو کې پرمختيايي پروژې پلي کړي، د خپلې اسانتيا لپاره مرکزي ښارونو او هغو ته نيږدې ځايونو ته مخه کوي.

''مساله دا ده چې صوبايي حکومت خپل پاېلټ پراجېکټونه اکثره وخت د پېښور وادۍ په ضلعو او يا هم د هزارې په ايبټ اباد او هريپور کې پلي کوي. حال دا چې په دغو ضلعو کې د ماشومانو د تعليم حالت يو څه ښه دی. د صوبې د کوهستان، تورغر، شانګلې او چترال ضلعو ماشومان د تعليم په برخه کې ډېرې ستونزې لري. په نويو قبايلي ضلعو کې هم ډېر کار ته اړتيا ده. هلته سکولونه نشته او ۷۵ فيصده نجونې د تعليم له نعمته بې برخې دي. حکومت بايد هغو سيمو ته توجه وکړي. خو له بده مرغه، زموږ حکومتي افسران غواړي چې په نسبتاً نيزدو او ابادو سيمو کې پروژې پيل او ځانته کارونه اسان کړي.''

له تېر شاوخوا يو کال راهيسې، چې پاکستان ته هم د کورونا وايرس وبا رسېدلې، د خيبرپښتونخوا په ګډون د هېواد تعليمي ادارې زياتره وخت تړلې پاتې شوې دي.

همدې مسالې ته په کتو د خيبر پښتونخوا حکومت ويلي چې د پېښور، نوښار، هريپور او صوابۍ په ۱۵۰سکولونو کې به مازيګرنۍ زده کړې يا سېکنډ شېفټ کلاسونه پيلوي.

XS
SM
MD
LG