د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهستان کې څلور کسان د ناموس په نوم وژل شوي


په پاکستان کې اکثر ناموسي وژنې کېږي.
په پاکستان کې اکثر ناموسي وژنې کېږي.

اسلام اباد ـ د خېبر پښتونخوا د کوهستان سیمې پولیسو د دسمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې څلور ځايي اوسیدونکي د ناموس په نوم وژل شوي دي.

په وژلو شویو کې دوه هلکان او دوه جینکۍ دي چې پرې جرګې د ناسمو اړیکو تور پورې کړی او د هغوی د وژلو امر یې کړی وو.

د بره کوهستان د پولیسو مشر راجا عبدالصبور وايي دا پېښه په چیچنګ داسو سیمه کې مخې ته راغلې ده. نوموړی وايي، یاد کسان د خپلو کورنیو لخوا کورونو ته نږدې په کرونده کې پر ډزو ویشتل شوي او مړي یې هم هملته پرېښودل شوي وو. راجا وايي، ډزې کوونکي کسان له پېښې وروسته په تښتېدو بریالي شوي دي، خو پر ضد یې پرچې کټ شوي او لټون یې روان دی.

د پولیسو مشر راجا عبدالصبور وړاندې وویل:

((دا پېښه د شپې یوه بجه شوې ده چې پکې دوه جینکۍ او دوه هلکان وژل شوي دي او دا ټول د یوې کورنۍ خلک دي. د وژلو شویو کسانو طبي معاینه شوې ده. د پېښې تر شا د لاس لرونکیو کسانو نومونه معلوم شوي او د هغوی د نیولو لپاره کار روان دی.))

په وروستیو کې په پاکستان کې د ناموس په نوم وژنې سېوا شوي دي. د دې د مخنیوي لپاره د سېنېټ د بشري حقونو قایمه کمېټۍ څه اقدامات کړي؟ مشال راډیو چې په د یادې کمېټۍ غړي سېنېټر بېرېسټر محمد علي سیف نه وپوښتل نو هغه وویل:

((ترڅو پورې چې د بشري حقونو د کمېټۍ تعلق دی نو په دې لړ کې زموږ بحث مباحثې او خبرې اترې شوي دي. د صوبايي حکومتونو او وفاقي حکومت ذمه وار مو راغوښتي او له هغوی نه مو پوښتلي چې د دې د مخ نیوي لپاره يې څه اقدامات کړي؟ خو له بده مرغه په پاکستان کې د سړیو په ذهن کې دا خبره ناسته ده چې ښځه لور خور زما ملکیت دی او دا به زما په مرضۍ چلیږي او چې کله هغه نه کېږي نو بیا دا ډول پېښې مخې ته راځي. نو زه فکر کوم تر څو چې د سوچونو د بدلولو لپاره کار نه وي شوی، په مستقله توګه د دې مخ نیوی ډېر ګران دی. ))

د دې پېښو په اړه د مېرمنو د حقونو لپاره د کارکونکي تنظیم عورت فاونډېشن مشر عاصم ملک مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې به تر هغې د ناموس په نوم وژنې روانې وي چې د دا ډول پېښو تر شا لاس لرونکو کسانو ته سزا نه وي ورکړل شوې.

کوهستان د خیبر پښتونخوا لرې پرته غرییزه سیمه ده چې پکې ډېر کله په معمولي خبرو او د شک په بنیاد پېغلې او ځوانان په دې تورنیږي چې له ټاکلي څادره یې پښې غځولي او د ناموس په نوم وژل کېږي.

دغلته په ۲۰۱۲ کال کې یوه ویډیو مخې ته راغلې چې په واده کې هلکان او جینکۍ یوې سندرې ته ناڅي او لاسونه پړقوي. له دې پېښې وروسته ناموسي وژنې شوې وې او د روانې میاشتې په درېمه د وژلو شویو جینکو څلورو خپلوانو د هغو وژنو اعتراف کړی وو.

XS
SM
MD
LG