د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهستان: د پنځو نجونو په وژنه ککړو درې کسانو ته د عمر بند سزا


دا تصویر د هغو وژل شویو نجونو دی چې یو چا یې ویډيو خپره کړې وه.
دا تصویر د هغو وژل شویو نجونو دی چې یو چا یې ویډيو خپره کړې وه.

د کوهستان په یوه ویډیو رسوايي کې د بشام ښار یوه عدالت د زیارت په ورځ درېوو کسانو ته د عمري بند سزا اورولې ده او پنځه نور تورن کسان یې بري کړي دي.

په ۲۰۱۲م کي په کوهستان کي په یوه واده کي د هلکانو او جینکو د ګډا یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو عامه شوې وه چې بیا وروستو د مقامې جرګې د فېصلې ترمخه پنځه جینکۍ ووژل شوې او تر هغه یو کال پس بیا درې وروڼه هم ووژل شول چې په هغه ویډیو کی ښکاره شوي ول.

د هغو ناقانونه وژنو خلاف د افضل کوهستاني په نامه یوه تن خپل غږ تر سپریم کورټه رسولی وو او بیا دی هم د سږني کال په مې میاشت کې په یوه برید کې ووژل شو.

د افضل کوهستاني ورور بن یاسر کوهستاني نن مشال راډيو ته وویل چې د عدالت له دې فیصلې تر یوڅه ځایه مطمین دي خو زیاتوي چې د هغو وژنو په پرېکړه کې د مقامي جرګې تر پنځوسو پورې کسان ملوث ول.

بن یاسر کوهستانی وايي د هغه ورور افضل کوهستاني ته هم ګواښونه وو او اوس دی خپله هم له امنیتي اندېښنو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG