د خیبرپښتونخوا د بنو پوليس وايي تیره شپه نامالومه وسله والو د پولیسو يو هېډ کانسټېبل په ډزو وژلی دی.
د بنو پوليسو وياند اصف خان د اپرېل پر پینځمه مشال راډيو ته وويل چې وژل افسر صديق الله نومېده. د هغه په خبره نوموړی بنو ټاون شپ تاڼه کې د ډيوټۍ کولو وروسته کور ته روان وو چې په لاره کې پرې وسله والو ډزې وکړي.
د اصف خان په وينا د حملې وروسته وسله وال په تېښته کې برېالي شوي خو د لټون عمليات روان دي.
تراوسه د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.