د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان سږ کال: ۵۰ هدفي وژنې خو قاتلان یې معلوم نه شول


شمالي وزیرستان کې د مشرانو جرګه: تصویر له ارشیفه
شمالي وزیرستان کې د مشرانو جرګه: تصویر له ارشیفه

د ۲۰۱۹ کال غوندې په ۲۰۲۰ز کال کې هم په شمالي وزیرستان کې لسګونه هدفي بریدونه او د ناامنۍ نورې پېښې وشوې.

د ډېسېمبر تر ۲۴مې نېټې پورې په شمالي وزیرستان کې د مشال راډیو د شمېرو تر مخه ۴۶ هدفي بریدونه شوي دي، چې تر ۵۰ زیات مشران، ملکان، ځوانان او سرکاري چارواکي پکې وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې سږ د هدفي بریدونو سرکاري شمېر ۲۹ ښیي خو د مشال راډیو د راپورونو پر اساس دغه شمېر ۴۶ دی.

پروسږکال (۲۰۱۹ ) د سرکاري شمېرو له مخې ۵۱ هدفي بریدونه شوي ول.

هم دغه شان په شمالي وزیرستان کې له سرکاري شمېر سره سم، ۲۰۲۰ کې ۵۷ وسله وال بریدونه یا د وسله والو او امنیتې سرتېرو ترمنځه نښتې شوې دي، چې لسګونه پوځیان پکې وژل شوي دي.

د حکومتي چارواکو په وینا، ګڼ وسله وال یې هم د نښتو پر مهال او ځانګړو عملیاتو کې وژلي دي.

په شمالي وزیرستان کې یوه لوړپوړي امنیتي افیسر مشال راډیو ته څه موده وړاندې ویلي ول، چې د تېر یوه کال په موده کې یې دغلته ۹۵ وسله وال وژلي دي او د خپل ځانګړي عملیات یې د وسله والو پرضد دوام لري.

په شمالي وزیرستان کې د سرکاري شمېرې تر مخه په ۲۰۲۰ کال ۶۴ د ځمکلاند ماینونو چاودنې شوې دي، چې امنیتي سرتېري پکې په نښه شوي دي او لسګونه سرتېرو ته ورڅخه مرګژوبله اوښتې ده.

د شمالي وزیرستان یوه کلیواله سیمه
د شمالي وزیرستان یوه کلیواله سیمه

شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۹ز په څېر په ۲۰۲۰ز کال هم ګڼ هدفي بریدونه و شول، مشران ځوانان په نښه شول، خو ځایي خلک تور پورې کوي چې تر اوسه هم یو بریدګر و نه نیول شو او نه یې پلټنې و شوې.

د تحصیل میرلي یوه مشر ملک ګل صالح جان مشال راډیو ته وویل چې پر دوی حملې وشوې، مشران په نښه کېږي دړکې(ګواښونه) ورکول کېږي، ژوند یې خوندي نه شو او نه پر هغه د شویو بریدونو څه پلټنې وشوې

ملک ګل صالح جان وویل: "دښمني د بل چا تر مابین ده او مړ کېږم زه، وزیرستان ته خو اوس پولیس راغلی دی چېرې خو دې یو معلوم اېف ای ار (عریضه) موږ ته څرګند کړي؟ بس نامعلوم نامعلوم مړي دي. په کار خو دا وه چې اوس موږ د ارام ساه اخستې وی، له ۲۰۰۷ نه را نیولي تر ننه پورې دغه شان حالات دي. د خپل ریاست نه، د خپل پولیس نه په رښتیا چې موږ ګیله من ځکه یو چې هېڅ سزا او جزا نشته. نور بېخي زیاتې په تنګ راغلي یو."

د نوموړي په خبره، "موږ د ښه ژوند په نوم خپل وطن او خپل کورونه ټول خالي کړل، په دغه نوم چې موږ ته دې سوله یز ژوند راکړل شي."

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور په وار وار مشال راډیو ته ویلي دي چې دوی د بریدونو پلټنې کوي، د هر برید مقدمه د نامعلومو وسله والو پرضد لیکل شوې ده.

دوی هڅه کوي چې د دغه ډول بریدونو مخه و نیسي.

امنیتي چارواکو هم په وار وار ادعاوې کړې دي، چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده، د دغه رنګ پېښو د مخنیوي هڅه کوي

په سیمه کې سږ کال هم لکه د پروسږ غوندې د دغه بدامنۍ پرضد وخت په وخت لاریونونه، پرلتونه او جرګې شوې دي، ولس د ځان ژغورنې او امن باوري کولو غوښتنې تکرار کړې دي.

XS
SM
MD
LG