په بنو کې د ډېسېمبر پر دویېمه وسله والو د پوليو ټيم امنيت لپاره ګمارل شوي پوليسواله په ډزو وژلیي.
د بنو پوليسو وياند اصف حسن د ډېسېمبر پر دویېمه مشال راډيو ته وويل چې پوليسواله خير زمان د پوليو ټيم امنيت لپاره ګمارل شوی وو چې د بنو ټاون شپ کې نامعلومه وسله والو پرې ډزې وکړې.
د پوليس چارواکي وايي، په بريد کې د ککړو کسانو نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.
د بريد ذمه واري چا نه ده منلي.
دا په داسې حال کې ده په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ناروغۍ ضد کمپاين دوام لري.
د شمېرو ترمخه په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ۲۲ ناروغان دي چې تېر کال دا شمېر ۹۳ وه.
سږ کال په ټول پاکستان کې ۸۱ ماشومان پوليو په رنځ اخته شوي دي.