د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ناڅرګندو وسله والو ځايي ډاکټر وژلی دی 


د ځايي خلکو په وینا، ډاکټر ولي الله له چا سره دښمني نه لرله. دوی تور پورې کوي چې نوموړی د امنیتي سرتېرو په ډزو وژل شوی دی.
د ځايي خلکو په وینا، ډاکټر ولي الله له چا سره دښمني نه لرله. دوی تور پورې کوي چې نوموړی د امنیتي سرتېرو په ډزو وژل شوی دی.

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې ناڅرګندو وسله والو د بنو میډیکل کالج یو استاد ډاکټر ولي الله په ډزو وژلی دی.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفي الله ګنډا پور د جنورۍ پر ۱۶مشال راډیو ته وویل چې د میرعلي هرمز سیمې اوسېدونکی ډاکټر ولي الله د شپې شاوخوا ۱۰ بجې له بنو خپل کور ته روان وو چې د میرعلي له بای پاس سره نږدې وسله والو پرې ډزې کړې او وژل یې دی.

ځايي‌ خلکو پر دې پیښه د خپل ژور خفګان څرګندونه کړې او په دغه اړه یې د بې طرفه پلټنو او ذمه وارو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده ـ

د دوی په وینا، ډاکټر ولي الله له چا سره دښمني نه لرله. دوی تور پورې کوي چې نوموړی د امنیتي سرتېرو په ډزو وژل شوی دی.

خو امنیتي چاروواکو دغه تور رد کړی او وایي پر نوموړي ډاکټر وسله والو ډزې کړې دي.

د سیمې د پولیسو مشر شفي الله ګنډا پور وايي چی د نامعلومو وسلوالو پرضد یې مقدمه درج کړې، او پلټنې دوام لري.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د ولس استازي محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې دوی د بې طرفه او ازادو پلټنو او ذمه وارو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

نوموړي وویل، "د شپې د میرعلي بايي پاس سره زیاتره د پوځ او وسله والو تر مینځ نښتې کیږي او په ډیرو موقعو ځواکونه د خپل حفاظت لپاره ډزې کوي او ډاکټرولي الله یې ښکار شوی دی."

د محسن داوړ په وینا، له تیرې څه مودې راهسې داسې پیښې کیږي او ډیر قیمتي خلکو په کې ژوند بایللی دی.

ده زیاته کړه، "بې غوري ورته وایې او که د جبر انتها ورته وایې. دا خو څه خبره نشوه چې ته ډزې کوې او لاندې درته څوک نه ښکاري."

وژل شوی ډاکټر ولي الله په بنو میډیکل کالج کی د د وینې د معاینې – پتهالوجي - پروفېسر وو او په یکشنبه به له بنو میرعلي ته د ناروغانو معاینی لپاره شخصي کلینک ته تلی.

په سیمه کې خبریال احسان داوړ وايي ــ وروستۍ پیښې په سیمه کې د امنیت په اړه د خلکو ویره او بې یقیني لا ډیره کړی ده.

ده وویل، "یو خو دا چې ډیره ظالمانه او بې رحمه پیښه شوې ده او بل خوا ډاکټر ولې الله ډیر مسکین او بې ضرره سړی وو. پولیس چارواکو راته ویلي چې د پیښې پلټنې کوي خو تر اوسه لا ایف ايي ار هم نه دی درج شوی. "

په شمالي وزیرستان کی دا په روان کال کی د هدفي بریدونو دوهمه پېښه ده او په۲۰۲۰ کال کې هلته ۴۴ هدفي بریدونه شوي وو.

دا پېښې پر دې سربېره رامنځ ته کېږي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو نه یوازې هلته د وسله والو پرضد پراخ عملیات ترسره کړي بلکې په وار وار یې ادعاوې هم کړې دي چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG