د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي، د اپرېل د لومړۍ نېټې سهار يې د یوې ښځینه پولیسې د وژنو په تړاو دوه کسان نیولي دي.
د بصیرې په نوم دغه افسره د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د اپرېل پر لومړۍ نېټه نامعلومو وسله والو په ډزو ووژله.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان مشال راډیو ته وویل: " افسرې غوښتل چې قوماندانۍ ته د دندې لپاره راشي، خو پر هغې له ریکشې څخه ناپېژانده وسلهوالو ډزې وکړي.
نوموړي وايي، له پېښې سره د تړاو په تور دوه تنه نیول شوي دي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي ادعا کوي چې نیول شویو کسانو منلې ده چې په پېښه کې لاس لري.
دا په جلالاباد ښار کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې څلورمه وسله واله حمله ده چې په کې ښځینه فعالانې په نښه کېږي.
د مارچ پر ۳۰مه په جلال اباد ښار کې په دوو جلا جلا بریدونو کې د پولیو د کمپاین درې ښځینه کارکوونکې وژل شوې وې.
تر هغې وړاندې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې او پسې بیا یوه ډاکټره په هدفي حملو کې ووژل شوې.
حکومت د دې بریدونو مسوولیت پر طالبانو اچوي، خو دا ډله یې نه مني.