د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د انعکاس ټيليويژن کارکوونکې وژل شوې


چارواکي وايي، د انعکاس ټيليويژن درې واړه کارکوونکي په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي. انځور-ارشېف
چارواکي وايي، د انعکاس ټيليويژن درې واړه کارکوونکي په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي. انځور-ارشېف

په افغانستان کې د انعکاس ټيليويژن درې ښځینه کارکوونکې وژل شوې دي.

د ننګرهار د رسنیو د دفتر مسوولین وایي چې د مارچ پر دويېمه نېټه مازیګر شاوخوا څلورنیمې بجې په دوه پېښو کې د انعکاس ټلیويژن د ډبنګ یا دوبلې څانګې درې ښځینه کارکوونکي د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو وژل شوې او یوه مېرمن چې عامه وګړې ده، ټپي ده.

د رسنیو د دفتر مسوولین زياتوي چې لومړۍ پېښه د جلال اباد ښار قصبې سیمه کې شوې او د انعکاس ټيليويژن ښځینه کارکوونکي یې وژلې ده او دویمه پېښه یې هم د دې ټيليويژن په دوو ښځینه کارکوونکو شوې چې پکې دوې ښځې وژل شوې او يوه ټپي ده.

په افغانستان کې په دې وروستيو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او حکومت ترمنځ مذاکرات له ځنډ سره مخامخ دي او هڅه روانه ده چې خبرې اترې ژر پېل شي.

د تازه پېښې پړه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG