د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بیان ازادي خطر ته مخامخ ده: افغانستان بشري حقونو کمېشن


افغانستان: په جلال اباد کې د انعکاس ټي وي له درېیو وژلیو کارمندانو د یوې مړی هدیرې ته وړل کېږي. ۲۰۲۱، د مارچ ۳مه
افغانستان: په جلال اباد کې د انعکاس ټي وي له درېیو وژلیو کارمندانو د یوې مړی هدیرې ته وړل کېږي. ۲۰۲۱، د مارچ ۳مه

په ننګرهار کې پرون د انعکاس راډیو ټېليويژن د درېیو ښځینه کارکوونکو تر وژل کېدو وروسته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ويلي چې د بیان ازادي له ګواښ سره مخامخ ده.

دغه کمیسیون په یو لړ ټویټونو کې له حکومته د دا ډول بريدونو د عاملانو د پېژندلو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.

نامعلومه وسله والو پرون په جلال اباد کې له غرمې وروسته په دوو جلا بريدونو کې د انعکاس په نوم د يو شخصي راډیو ټېليويژن درې کارکوونکې مرسل حبيبي، سعديه او شهناز ووژلې.

د چارواکو په وينا دوې نورې ښځې چې کومه دنده يې نه درلوده، هم په دې بريدونو کې ټپيانې شوې دي. د افغان ولسمشر دفتر وايي د پرونيو بريدونو جدي څېړنه کوي.

بلخوا د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ويلي چې د پرونيو بريدونو په تړاو يې د وسله والو طالبانو یو غړی نیولی چې د بريد کوونکې ډلې مشري يې پر غاړه وه. خو طالبانو په برید کې له لاس لرلو انکار کړی.

له دې وړاندې د انعکاس راډیو ټېليويژن د يوې بلې خبریالې ملالې میوند د وژنې ذمه واري داعش ډلې منلې وه.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، په افغانستان کې د امريکا سفارت او د خبريالانو ټولنو هم د پرونيو بريدونو په کلکه غندنه او د عاملينو د نيولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG