د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د پولیو واکسينو د کمپاين ۳ کارکونکې ووژل شوې


پخوانی تصویر
پخوانی تصویر

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د ګوزن پر ضد د واکسينو د کولو د کمپاين درې کارکوونکې مېرمنې وژل شوي دي.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته د مارچ پر ۳۰مه وویل چې یوه ښځه د ښار په مجبور اباد او دوه نورې په لعل قاسم اغا سیمه کې د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوې دي.تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

په جلال اباد کې دوه میاشتې مخکې د يو شخصي ټيليويژن درې کارکوونکې هم وژل شوې وي.

د مارچ له ۲۹مې څخه د افغانستان په ۲۳ ولايتونو کې د پوليو یا ګوزڼ پر ضد د څاڅکو ورکولو کمپاين پیل شوی. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې يوازيني هغه هېوادونه دي چې اوس هم پکې د پوليو معذرونکی وایرس شته دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG