په افغانستان کې د اروپايي ټولني دفتر په ننګرهار ولایت کې د پولیو کمپاین د ټیم د دریو ښځینه غړیو وژنه په کلکه وغندله.
یاده ټولنه وایي، دا پېښه د بشرپالنې د نړیوالو حقونو څخه ویروونکې سرغړونه ده . دغې ټولنې د مارچ پر ۳۰مه ماښام پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د دې پېښې عاملین باید ژر تر ژره عدالت ته وړاندې کړل شي.
دوی وایي، روغتیایي کارکوونکي باید په نښه نه شي او د روغتیایي مرکزونو درناوی پکار دی. افغان رسنيوو ليکليچې داعش وسله واله ډلې د دې بريد زمه واري منلې ده.
د مارچ پر ۳۰مه په جلال اباد ښار کې په دوو جدا جدا بریدونو کې د پولیو د کمپاین درې ښځینه کارکوونکې ووژل شوې. د ننګرهار والي ضيا الحق امرخېل تر پېښې وروسته مشال راډيو ته ويليوو چې پر دې پېښې ډېر زیات خفه او پلټنې یې پېل کړې دي.
اروپایي ټولنې دغه راز د افغانستان د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتې چې په ټول هیواد کې باید وګړو ته په مساوي ډول د ویکسینو لګولو زمینه برابره شي.
د تیر ګل د ورځې نه د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې کور په کور د پولیو ضد ویکسینو کمپاین پیل شوی دی.