د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار ناامني: یوه ډاکټره او اووه مزدوران وژل شوي


 اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې پر ولسي خلکو د ډېریو بریدونو مسولین طالبان دي.
اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې پر ولسي خلکو د ډېریو بریدونو مسولین طالبان دي.

د ننګرهار د رسنیو د دفتر مسوولین وایي چې نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار کې پر یوې ریکشا د نښلولي ماین چاودنې د ننګرهار یوه روغتون کې د صدف په نوم یوه ډاکټره وژلې ده.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

بلخوا د ننګرهار چارواکي وایي چې بېګا شپه د سره رود ولسوالۍ د مارغونډۍ په سیمه کې د کچو په کارخانه کې اووه تنه مزدوران وژل شوي.

د ننګرهار امنیه قوماندان جمعه ګل همت د مارچ په څلورمه نېټه رسنیو ته وویل چې د پېښې په تړاو یې څلور مشکوک کسان نیولي چې دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

د پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی

د مارچ پر دویمه نېټه هم په جلال اباد ښار کې پر یوه مهال په دوه جلا پېښو کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي تېلېویزون درې تنه ښځینه کارکوونکي په هدفي بریدونو کې ووژل شوې.


بلخوا اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې پر ولسي خلکو د ډېریو بریدونو مسولین طالبان دي.

په کابل کې د یادې ټولنې دفتر وايي، په دې هېواد کې باید تاوتریخوالی ودرېږي.

دغې ټولنې د مارچ پر درېیمه ماښام په یوه اعلامیه کې په جلال اباد کې د رسنیو د درېيو ښځينه کار کوونکو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

د انعکاس ټلوېزیون دا کار کوونکې د مارچ پر دوهمه نېټه په جلال اباد ښار کې په ډزو ووژل شوې. داعش سخت دريځې ډلې د دې حملې مسولیت منلی.

ننګرهار: د انعکاس ټيليويژن کارکوونکې وژل شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

که څه هم طالبانو په جلال اباد ښار کې پر ښځينه خبریالانو د حملې مسولیت رد کړی، خو اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې ویلي چې طالبان په مستقیمه او یا هم د اوربند په مخالفت سره د ملکیانو د اکثریت مرګ ژوبلې او هدفي حملو مسول دي.

د اروپايي ټولنې اعلامیه زیاتوي چې په ډسمبر میاشت کې وروسته له هغه چې خبریاله ملاله میوند ووژل شوه، دا حملې ښيي چې د رسنیو کار کوونکي په ځانګړي توګه ښځې له څومره زیانمنونکي او خطرناک وضعیت سره مخامخ دي.

طالبانو د اروپايي ټولنې دې اعلامیې ته ځواب نه دې ویلي.

پر رسنیو برید "د بیان ازادۍ ته جدي زیان رسولی"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:11 0:00

جلال اباد کې پینځه تنه د هدفي وژنو په تړاو نیول شوي

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، د امنیه قوماندانۍ د تروریزم ضد مبارزې پولیسو د فخر الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو اړوند د قاري خالد ګروپ هغه پینځه کسیزه ډله نیولي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې جلال اباد ښار کې ډاکټر میهن یوسفي وژلی و.

امرخېل زیاته کړه، نیول شويو کسانو اعتراف کړی چې د قاري خالد له لورې ورته د یاد ډاکټر د وژنې په قضیه کې ۱۶۰ زره افغانۍ ورکړل شوې وې چې دوی د درې ریکشاوو په وسیله د ۹ کسیز ګروپ په مرسته نوموړی ډاکټر وواژه.

د امرخېل په خبره امنیتي ځواکونه تر دې وړاندې هم د ګڼو قضیو مجرمین نیولي او د وروستیو رامنځته شویو قضیو عاملین به هم ژر ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG