د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا ولې په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې ډېره ده؟


د پاکستان منصوبه بندۍ وزير اسد عمر وايي، په پاکستان کې د وايرس برتانوۍ ډول په تېزۍ سره خپرېږي.
د پاکستان منصوبه بندۍ وزير اسد عمر وايي، په پاکستان کې د وايرس برتانوۍ ډول په تېزۍ سره خپرېږي.

په پاکستان کې د کورونا وبا دريمې څپې خيبر پښتونخوا او پنجاب صوبه زياته ځپلې ده.

د دې هېواد ملي ادارې نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر د مارچ پر ۳۰ مه نېټه چې د ۲۶ ښارونو نومونه خپاره کړل چې پکې د کورونا وايرس د خپرېدو شرح اته فيصده ده. په هغو کې زیاتره ښارونه په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې ول.

په دې کې د پنجاب ۱۴ او د خيبرپښتونخوا ۸ ښارونه دي چې پکې کورونا وايرس په تېزۍ سره خور شوی دی. د پاکستان منصوبه بندۍ وزير اسد عمر چې د دې وایرس سره د مبارزې لپاره جوړ شوي، نېشنل کمانډ سنټر مشري هم کوي ويلي چې په دې هېواد کې د کورونا برتانوي قسم وايرس د ورسېدو له کبله د وبا دريمه څپه راغلې ده.

په پنجاب،  اسلام اباد او پېښور کې لېبارټريانې ډيرې دي. د صحت منظم نظام شته خو په بلوچستان او سيند کې يوازې حکومت ټيسټونه کوي نو ځکه پېښې کمې مخې ته راځي
ډاکټر فيض خان اڅکزی

خو که وکتل شي نو د بلوچستان او سيند په مقابل کې په خيبرپښتونخوا او پنجاب کې کورونا وبا په دومره تېزۍ سره په خپرېدو ده چې د اسد عمر په خبره په هسپتالونو کې د ناروغانو لپاره بسترې د کمېدو په حال کې دي.

پوښتنه دا ده چې په دې صوبو کې ولې وبا دومره په تېزۍ سره خپرېږي؟

د دې په ځواب کې د خيبرپښتونخوا د ځوان ډاکټرانو سازمان جنرل سيکرېټري ډاکټر اسفندیار بېڼي د مارچ پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د خيبرپښتونخوا حکومت د اولې او دويېمې څپې راتلو باوجود د وايرس د مخنيوي لپاره سمه تګلاره جوړه نکړای شوه.

هغه زياته کړه: "موږ خپله حکومتي وزيران وليدل چې د کورونا د مخنيوي پر لارښوونو يې عمل نه کاوه نو ځکه خلکو هم وايرس جدي وانخيست."

بېڼی زياتوي چې دوی ته هره ورځ د کورونا ناروغان وروړل کېږي خو د ده په خبره د پېښور په ټولو سرکاري او شخصي هسپتالونو کې د کورونا ناروغانو لپاره ځانګړې شوې بسترې ختمې شوې او دوی رنځوران اسلام اباد ته لېږي. د نوموړي په خبره، په داسې حال کې د خيبرپښتونخوا حکومت بايد ژر تر ژره د وايرس په اړه په خلکو کې پوهاوي کمپېن پيل کړي او د کورونا لپاره يو ځانګړی هسپتال جوړ کړي.

نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر له خوا یاد کړل شويو هغو ۲۶ ْښارونو چې پکې د کورونا وايرس د خپرېدو شرح اته فيصده ده، د بلوچستان هيڅ يو ښار نشته او د سيند صوبې يوازې دوه ښارونه شامل دي. د دې اندازه د پاکستان د صحت وزارت پر ويب پاڼه د کورونا وايرس د نارغانو له شمېرو لګول کېدای شي.

د مارچ پر ۳۰ مه ورکړل شويو شمېرو له مخې په بلوچستان کې ۲۶۱ او سيند کې ۴۷۱۱ کسان په کورونا وايرس اخته دي خو په خيبرپښتونخوا کې د نارغانو شمېر ۸۴۰۱ او پنجاب کې ۲۴ زره ۳۹۰ دی.

د اسلام اباد ځوان ډاکټرانو سازمان مشر ډاکټر فیض خان اڅکزی بیا وايي چې دا تاثر غلط دی چې د پنجاب او خيبرپښتونخوا په پرتله په بلوچستان او سيند کې د کورونا وايرس پېښې کمې دي. نوموړي د مارچ پر ۳۰ مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې په دې دواړو صوبو کې هم وايرس په تېزۍ سره خپور شوی دی خو د ده په وينا هلته ټیستونه کم کېږي نو ځکه مثبتې پېښې زیاتې مخې ته نه راځي.

په سيند کې د وايرس په تېزۍ سره د نه خورېدو يوه وجه دا کېدای شي چې یو خو ټولينزه فاصله ساتل کېږي او بل دوکانونه ماښام وختي بندیږي
ډاکټر کليم

"په پنجاب، اسلام اباد او پېښور کې لېبارټريانې هم ډيرې دي. په دې ښارونو کې د صحت يو منظم نظام شته او ډير فعاله دی خو د بلوچستان او سيند په کليوالو سيمو کې يوازې حکومت ټېسټونه کوي نو ځکه پېښې کمې مخې ته راځي."

د بلوچستان د ځوان ډاکټرانو سازمان مشر ډاکټر وسيم بيګ هم د ډاکټر فيض خان اڅکزي له دې خبرې سره اتفاق کوي چې ټېسټونه کم کېږي او خپله خلک هم معاينې کولو ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي د مارچ پر ۳۰ مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې دوی د ورځې اوسطا ۴۰۰ ټېستونه کوي او د پخوا په پرتله اوس په صوبه کې ورځ تر بله د کورونا ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

"هره ورځ اوسطا څلور يا څلور نيم فيصده خلک په وايرس اخته کېږي. موږ لا په تعلیمي ادارو کې هم د ټيسټونو لړۍ نه ده پېل کړې. که مو شروع کړه نو ښايي دا شمېره نوره هم زیاته شي."

د ده په خبره، د بلوچستان په کليوالو سيمو کې که خلک د کورونا علامات ولري نو دوی يې بله ناروغه وګڼي او ډاکټرانو ته نه ورځي. په ځينو خلکو کې دا علامات لږ او په ځينو کې ډېر راڅرګندېږي.

د کورونا وایرس علامات

  • تبه
  • د بدن درد
  • زکام
  • د ستوني‌درد
  • ټوخی

د پنجاب او خيبرپښتونخوا برعکس د سيند په کراچۍ ښار کې هم کورونا وايرس په تېزۍ سره لا نه دی خور شوی. د سيند ځوان ډاکټرانو سازمان مشر ډاکټر کليم وايي چې د کراچۍ په هسپتالونو کې لاهم د کورونا ناروغانو لپاره ځانګړي شوې بسترې خالي دي او حالت لا بېړنۍ نه دی.

هغه زیاتوي: "یوه وجه خو دا کېدای شي چې یو خو خلک له يوه بله فاصله ساتي، بل دوکانونه ماښام وختي بندېږي. د واکسينو لګول هم دوام لري چې له کبله يې په خلکو کې ښايي مدافعتي مادې جوړې شوې وي."

خو ډاکټر کليم ويره لري چې ښايي په سيند هم کې د کورونا وبا دريېمه څپه راشي. د دې ممکنه وجه نوموړی له خيبرپښتونخوا او پنجاب سره د خلکو تګ راتګ يادوي.

د نېشنل کمانډ اپريشن سېنټر هم دې ته په پام سره د مارچ پر ۲۸مه نېټه په خپله غونډه کې د صوبو ترمنځ پر تګ راتګ د ممکنه محدوديتونو جاج هم اخيستی وو.

په همدې حال کې په پاکستان کې د کورونا وايرس د واکسينو لړۍ دوام لري. د کوونا وايرس په اړه د پاکستان د روغتيا وزارت ويب پاڼې د مارچ پر ۳۰ مه نېټه ويلي ول چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ نور کسان له کورونا وبا مړه شوي دي چې دا په تېرو څو مياشتو کې په يوه ورځ کې د مړو شويو کسانو تر ټولو زيات شمېر دی. په اخري ځل د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر پر ۲۳مه نېټه کورونا ۱۰۰ کسان وژلي ول.

XS
SM
MD
LG