د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تر ۵۰ کالو زیات عمر لرونکو کسانو ته د کورونا واکسین پيلوي


په پاکستان کې د ۶۰ او تر هغې د زیات عمر کسانو د واکسینولو لړۍ لا له مخې پیل شوې ده.
په پاکستان کې د ۶۰ او تر هغې د زیات عمر کسانو د واکسینولو لړۍ لا له مخې پیل شوې ده.

په پاکستان کې تر ۵۰ کالو زیات عمر لرونکو کسانو ته د کورونا واکسینو ورکولو لړۍ د مارچ پر ۳۰مه نېټه پیلېږي.

دا خبره د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر اسد عمر د مارچ پر ۲۶مه پر ټویټر په بیان کې کړې ده.

اسد عمر پر ولس غږ کړی دی چې د خپلو کورنیو هغه کسان د واکسینو لګولو ته وهڅوي چې عمرونه یې له ۵۰ زیات دي.

تر ۵۰ کالو زیات عمر لرونکی شاه رضا نومي کس مشال راډیو ته وویل چې پر خپل وخت به ځان ثبتوي‌ او واکسین به خامخا لګوي.

ده وویل، "زه خو ورته بالکل په تمه یم او زه خو دا وایم چې په کمه ورځ ویکسین شروع کیږي نو زه به لومړی کس یم چې دا به لګوم او زما نورو خلکو ته هم دا پیغام دی چې په هره لاره که ستاسو وس رسي نو زر تر زره ویکسین ولګوی او له دې ناروغۍ ځان وساتی."

د رفاقت الله په نامه له بریتانیا ستون شوي ۳۲ کلن مشال راډیو ته وویل چې دا ناروغي ځوانانو ته زیان رسوي نو په کار ده چې د هر عمر خلکو ته ویکسین وړیا ورکړل شي.

ده وویل، " په کار ده چې هر عمر کسانو ته دا ویکسین ورکړل شي او زه وایم چې که دا دوی په صحت کارډ کې شامل کړي‌ نو له خرڅونو به بچ شو او دا به ګټور وي."

د ۶۰ او تر هغې د زیات عمر کسانو د واکسینولو لړۍ لا له مخې پیل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس درېمه څپه راغلې ده.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې وېبپاڼې لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۷ نور کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د وېبپاڼې په لیکنه، په دې یو شواروز کې ۴۴۶۸ نور کسان په دې ناورغۍ اخته شوي‌ هم دي.

په پاکستان تر اوسه نژدې شپږ نیم لکه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي چې ۱۴ زره ۱۵۸ ورڅخه مړه شوي دي خو تر ۵ لاکه ۹۳ زره زیات ترې بیرته ښه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG