د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: پاکستان کې د تعلیمي ادارو تړل د اپرېل تر ۱۱مې وغځېدل


پېښور کې د یوه سکول ټولګی
پېښور کې د یوه سکول ټولګی

د پاکستان حکومت د کورونا وايرس خوريدو مخنیوي لپاره په ځينو مخصوصو ضلعو کې تعليمې ادارې د اپرېل تر ۱۱مې نېټې پورې د تړلو اعلان کړی دی.

نن (د مارچ ۲۴مه) په اسلام اباد کې د نزشنل کمانډ اپرېشن سېنټر (اېن سي او سي) تر غونډې وروسته د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود رسنيو ته وويل چې خيبر پښتونخوا، پنجاب او پاکستان تر واک لاندې کشمير هغه ضلعې چې تر ۲۸م مارچ پورې پکې تعليمې ادارې بندې وې، هغه به اوس د اپرېل تر ۱۱مې پورې بندې وي.

بلخوا د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر د مارچ پر۲۳مه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې حکومت به يې د روانې مياشتې تر پایه ۱۰ لکه ۶۰ زره خوراکه واکسين ترلاسه کړي.

د نوموړي وينا وه چې دا د چین جوړ ساینوفارم او کانسینو واکسین دي، د دې ترڅنګ له یوشمېر کمپنیو سره د اوږه میلیونه نور واکسینو اخیستو لپاره خبرې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومتي چارواکیو تر مخه په پاکستان کې د کوویډ ۱۹ د ناروغانو شمېره یوځل بیا په ډېرېدو ده او حکومت د وایرس د مخنیوي لپاره بندیزونه لا ډېر کړي دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس درېيمې څپې دوران په تيرو ۲۴ ساعتو کې له دې ناروغۍ نور ۳۰ کسان مړه شوي دي، چې ورسره په دغه هېواد کې له وايرسه د مړو شمېر تر ۱۳ زره نهه سوه پنځوسو اوښتی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG