د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر چارواکي وايي، په تورخم کې یې د کورونا درېيمې څپې لپاره چمتوالی نيولی


د پاکستان او افغانستان ترمنځ هره ورځ په سلګونه ګاډي او په زرګونه مسافر نه یوازې ځي راځي بلکې پر پاسپورټونو د وتو او ننوتو ټاپو لګولو لپاره په قطارونو کې ولاړ وي.(انځور: ارشیف)
د پاکستان او افغانستان ترمنځ هره ورځ په سلګونه ګاډي او په زرګونه مسافر نه یوازې ځي راځي بلکې پر پاسپورټونو د وتو او ننوتو ټاپو لګولو لپاره په قطارونو کې ولاړ وي.(انځور: ارشیف)

د خیبر قبایلي ضلعې انتظامي چارواکي وایي چې د کورونا د درېیمې څپې پر مهال یې په تورخم کې حکومت لارښوونې یا احتیاطي تدابیر عملي کړي دي.

د دوی په وینا، هلته یې په مسافرو، دوکاندارانو، د رستورانونو او ټرانسپورټ اډو کې خلکو ته ویلي چې له یو بل سره دې فاصله ساتي، او ماسکونه دې استعمالوي.

دوی وایي پر تورخم دروازه یې یو وړوکی روغتون هم خلاص کړی او هلته یې طبي ډلې ګمارلې دي چې څوک هم له افغانستانه پاکستان ته داخلیږي نو د هغوي تبه ګوري او چې د کورونا علامات پکې وي بیا یې لنډي کوتل روغتون ته لېږي.

د دوی په وینا، د لواړګې یا لنډي کوتل په روغتون کې ورته کرنتين مرکزونه جوړ کړل شوي‌ دي.

د لنډي کوتل په مرکزي روغتون کې د کورونا مرکز مشر ډاکټر نیک داد مشال راډیو ته وویل، “ تورخم او لنډي کوتل کې مو د بېړني حالت لپاره خپل تیاری مکمل کړی، کورونا یونټ مو بحال کړی، ایمرجنسي کې مو کټونه تیار کړي، آکسیجن ، وینټي لیټر هر څه پکې موجود دي.”

ډاکټر نیک داد وویل چې ۱۲۰ کټونه یې د کرنتين لپاره بېل کړي‌دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ هره ورځ په سلګونه ګاډي او په زرګونه مسافر نه یوازې ځي راځي بلکې پر پاسپورټونو د وتو او ننوتو ټاپو لګولو لپاره په قطارونو کې ولاړ وي.

د تورخم د سوداګرو اتحادیې یو غړی اسرار احمد شینواری وایي چې تیر کال هم په تورخم کې بندیزونو له وجې خلک ډير متاثره شوي وو.

د ده په وینا، که بیا دا بندیزونه زیاتیږي نو د مزدوران او سوداګرو پر کار به ډير اثر پریوزي.

ده وویل، “ دا ځکه چې هلته څه باندې دوه زره مزدوران کار کوي، هلته دې د پاسپورټ عمله زیاته کړل شي چې ډير بیروبار نه جوړیږي دا ځکه چې ایف آیی اې عمله کمه ده او په کاونټرو باندې ډير بیروبار جوړ شي او د کورونا د خپریدو سبب ګرځي.”

د ۲۰۲۰م کال په مارچ کې د کورونا د لومړۍ څپې پر مهال تورخم دروازه تر شپږو میاشتو د مسافرو پرمخ تړل شوې وه خو بیا خلاصه کړل شوه او اوس په اونۍ کې شپږ ورځې پرې مسافر تګ راتګ کوي.

د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې دوی په تورخم کې له افغانستانه ورتلونکو مسافر لپاره د اسنادو کتلو لپاره کاونټرې زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG