د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شخصي سکولونو مالکانو او ښوونکو د خیبر پښتونخو اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی


د شخصي سکولونو د اتحادیې مرستیال مشر فضل الله داود مشال راډیو ته وویل، دوی څرګندول غواړي چې له کورونا وایرسه انکار نه کوي.
د شخصي سکولونو د اتحادیې مرستیال مشر فضل الله داود مشال راډیو ته وویل، دوی څرګندول غواړي چې له کورونا وایرسه انکار نه کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د شخصي سکولونو مالکانو او استاذانو د سکولونو د بندولو په سر د صوبايي‌ اسمبلۍ مخي ته احتجاجي ناسته پېل کړي ده.

دوي له حکومته غوښتنه کوي چې د اپرېل د لومړۍ نېټې نه دې دوی ته د سکولونو د بیا پرانستلو اجازت ورکړل شي.

د شخصي سکولونو د اتحادیې مرستیال مشر فضل الله داود مشال راډیو ته وویل، دوی څرګندول غواړي چې له کورونا وایرسه انکار نه کوي.

ده وویل، "موږ غواړو چې د حفاظتی لارښوونو په سختۍ سره د عمل سره تعلیمي ادارې پرانیسو، بازارونه ، منډایانې او شادي هالونه پرانستلي دي خو یواځي تعلمي ادارې تړل شوي دي، درې لکه ماشومان د شخصي تعلیم ادارو نه اووتل او چا پکي نور کار روزګار شروع کړو او څوک پکي مدرسو ته لاړل."

د ایوب خان په نوم د پېښور د یو شخصي سکول پرنسپل مشال راډیو ته وویل چې د کورونا وایرس تر درېمې څپې وړاندې تر اتوو میاشتو سکولونه تړل شوي وو او نه یوازې د شخصي سکولونو استازان او مالکان تاواني شوي وو بلکې د زده کوونکو د زده کړو عمل هم متاثره شوی دی.

ده وویل، "موږ د کورونا په وجه ډېر متاثره شوي یو، زموږ د سکول نه تر دوو سوو ماشومان په دې وجه وتلي دي چې موږ له دوی فیس غوښتو، خو مور پلار یې زموږ سره که مشوره کړي وه نو کیدای شي موږ ورته فیس معاف کړی وای خو دوی موږ ته هیڅ هم نه دي ویلي او سکول یې پرېښی دی."

ده وویل، زموږ غوښتنه زموږ د بقا غوښتنه ده چې زموږ تعلیمي ادارې دې پرانستل شي.

د ده په وینا، د دوی ادارې وړې وړې ادارې دي او که دا تړل کیږي نو دېرش څلوېښت استازان پکي هم بې روزګاره کیږي.

حکومتي چارواکو د شخصي سکولونو د دې تازه لاریون په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

خو د تعلیم د صوبايي وزیر شاهرام خان ترکي د مارچ پر ۲۹مه د پېښور خبریالانو ته په لېږلي بیان کي ویلي چې صوبايي حکومت د کورونا وایرس د خورېدلو صورتحال ته په کتو په شپږو نورو ضلعو کې هم د تعلمی ادارو د بندولو فېصله شوې ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت تر دې وړاندې د صوبې په ۱۰ ضلعو کې له وړاندې لا د کورونا وایرس د دریمې څپې له کبله تعلیمي ادارې تړلې وې.

نوموړي ویلي، "د ماشومانو او استازانو صحت زموږ لومړۍ ترجیح ده ، په کوم حساب چې په کېسونو کي زیاتوالی راروان دی او د صحت محکمې چې موږ ته کومې سفارښتنې راکړې دي نو د هغې ترمخې په باجوړ، خېبر ، شانګله بر دیر ،ایبت اباد، او هري پور کې هم د اپرېل تر ۱۱مې ټولي سرکاري او غېرسرکاري تعلیمي ادارې بندي وي."

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ مخې ته د شخصي سکولونو د اتحادیې لخوا پیل شوې احتجاجي ناسته به تر دریو ورځو دوام لري.

XS
SM
MD
LG