د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسلم ليګ او پيپلز ګوند بیان بازي او د پي ډي اېم مستقبل؟


کارپوهان وايي، د مريم نواز او بلاول بوټو زرداري بیان بازي ښيې چې دواړه ګوندونه په مخالف لورې دي- عکس- ارشېف
کارپوهان وايي، د مريم نواز او بلاول بوټو زرداري بیان بازي ښيې چې دواړه ګوندونه په مخالف لورې دي- عکس- ارشېف

اپوزيشن اتحاد پاکستان ډيموکرېټک موومېنټ له اسمبليو څخه د استعفاګانو پر سر له بحران سره مخامخ دی او په اتحاد کې د شاملو مهمو ګوندونو مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ ترمنځ پر يوه بل د تنقيد لړۍ هم پيل شوې ده.

په پي ډيم اېم کې اختلافات د مارچ ۱۶مې په غونډه کې هغه مهال رامينځ ته شول چې کله پيپلز ګوند له اسمبليانو څخه له استعفاګانو ورکولو انکار وکړ.

دا لومړۍ ځل وو چې د اپوزیشن اتحاد په غونډه کې د مسلم ليګ نواز او پيلز پارټۍ ترمنځ تندي خبرې وشوې. د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري له استعفاګانو څخه د انکار پر وخت په غونډه کې د ويډيو له لارې شامل د مسلم ليګ مشر نواز شريف ته وويل چې که هغه غواړي د حکومت پرضد سړکونو ته راووځي نو باید له لندنه پاکستان ته ورستون شي چې د ده پر دې خبره د نواز شريف لور مریم نواز خفه شوه او وې ويل چې نه غواړي پلار يې ورشي او قتل شي.

اوس بلاول او مريم نوازجې د یو بل خلاف بیانونه ورکوي له دې ښکاري چې د دوی ترمنځ ژوره بې باوري ده
شاه زېب جېلاني

تر غونډې وروسته د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د حکومت پر ضد د مارچ پر ۲۶مه نېټه وار له مخه اعلان شوی لانګ مارچ وځنډولی او پيپلز پارټۍ ته يې وخت ورکړ چې د مرکزي کمېټې تر غونډې وروسته دې د استعفاګانو په اړه حتمي فيصله وکړي.

د پي ډي اېم د مارچ ۱۶مې دې غونډې په اتحاد کې شامل د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز ترمنځ پټ اختلافات راڅرګند کړل.

له دې وروسته د مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې مريم نواز بلاول بوټو ته په اشاره سره وويل چې د يو بل "سليکټډ" پر تیارولو کار روان دی.

د پاکستان په سياست کې د "سليکټډ" اصطلاح بلاول بوټو زرداري جوړه کړې وه او دا يې د ۲۰۱۸م زکال تر انتخاباتو وروسته يې د نوي ټاکل شوي وزیراعظم عمران خان لپاره استعمال کړې وه. هغه عمران خان ته "سليکټډ وزيراعظم" ويلي وو يعنی د ده مقصد دا وو چې عمران خان خلکو نه دی منتخب کړی بلکې د ده په تور د پاکستان پوځ په ټاکنو کې په درغلي کولو سره عمران خان "سليکټ" کړی یعني ګمارلی دی.

اپوزیشن تور پورې کوي چې د ۲۰۱۸م زکال انتخاباتو کې پوځ د عمران خان په حق کې دهاندلي کړې وه خو پوځ او عمران خان تل دا تورونه رد کړي دي. د پاکستان انتخاباتي کميشن هم ټاکنې شفافې ګڼي.

بلاول بوټو زرداري چې کومه اصطلاح د عمران خان لپاره جوړه کړې وه مريم نواز هم په اشارو کنایو کې هم دغه اصطلاح د بلاول بوټو لپاره استعمال کړې ده. خو د دې په ځواب کې بلاول بوټو د مارچ پر ۲۲ په لاهور کې د جماعت اسلامي په مرکز منصوره کې د خبرې غونډې پر مهال مريم نواز ته په اشاره سره وويل چې "د ده په رګونو کې د سليکټډډ وينه نه ګرځي بلکې برعکس دا د لاهور يوه کورنۍ ده چې يو وخت کې سليکټ شوې وه."

له پي ډي اېم څخه د وتو په صورت کې به له ولسي پلوه پيپلز پارټۍ ته په پنجاب، خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې تاوان ونه رسېږي
مرتضی سولنګی

د مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ ترمنځ دغسې بیانونه د پاکستان د سياسي چارو پوهان په دې نظر کړي چې په اپوزیشن اتحاد کې شامل دواړه ګوندونه اوس په مخالف لور روان دي.

په جرمني کې خبريال او څېړونکی شاه زېب جېلاني په دې اند دی چې په دې وروستيو کې چې د دواړو ګوندونو مشرانو يو بل ته په اشارو کنایو کې کوم پېغورونه ورکړي نو له دې څخه ښکاري چې دواړه په مخالف سمت کې روان دي.

د ده په وينا، دواړه ګوندونه خپلې خپلې ګټې او هدفونه لري چې د ترلاسه کولو لپاره يې د ده په ادعا دواړه د پړدې شاته له اسټبلشمنټ سره خبرې اترې کوي.

"دواړه ګوندونه يوه اوږده سابقه لري چې په دې دوران کې يې يو بل ته دهوکې هم ورکړې او زیان يې هم رسولی دی. اوس چې بلاول او مريم نواز د یو بل خلاف بیانونه ورکوي نو له دې ښکاري چې د دوی ترمنځ ژوره بې باوري ده."

د پاکستان اپوزيشن اتحاد پي ډي اېم په ۲۰۱۹م زکال کې جوړ شوی وو چې له وزیراعظم عمران خان څخه د استعفا ورکولو او نووو شفافو انتخاباتو غوښتنه کوي. په اتحاد کې ۱۰ ګوندونه شامل دي چې مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ پکې ډېر مهم دي.

خو له جوړېدو راهيسې د مسلم ليګ نواز او نور ګوندونه غواړي چې له اسمبلیو څخه د استعفاګانو ورکولو وروسته په سړکونو د احتجاجونو له لارې د عمران خان حکومت رانسکور کړي خو پيپلز پارټۍ بیا وايي چې بايد استعفا ورنکړل شي او په پارلمان کې د دننه په فشار اچولو سره حکومت استعفا ورکولو يا بیا د عدم اعتماد له لارې له واکه ليرې کړل شي.

پاکستان کې د اپوزيشن ګوندونو اتحاد پي ډي اېم نور مات شوی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

شاه زېب جېلاني د مارچ پر ۲۳مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د دواړو ګوندونو ترمنځ د حکومت ليرې کولو د طريقه کار پر سر ځکه اختلافات دي چې مسلم ليګ نواز او مولانا فضل الرحمن په اوسني حکومتي نظام کې هيڅ ګټې نه لري.

خو د ده په خبره پيپلز پارټۍ بیا برعکس په سيند کې حکومت لري او نه غواړي په استعفاګانو ورکولو سره دا حکومت پرېږدي.
"پيپلز پارټۍ خو ان د راتلونکي فکر هم کوي چې که چېرته د اسټبلشمنټ له عمرانه خان څخه زړه تور شو نو ورته به د يو متبادل ضرورت وي نو پيپلز ګوند د دې لپاره ځان ډېر غوره ګڼي او اصف علي زرداري له ډېرې مودې راهیسې پر دې فارموله کار کوي او غواړي چې بلاول بوټو په دې حواله رامخته کړي. د سلیکټډ چاپ پر عمران خان بلاول بوټو لګولی وو نو هسې نه په راتلونکې کې د سليکټډ دغه چاپ پر بلاول پخپله ولګېږي."

د پاکستان ډيموکرېټک موومېنټ په لسو کې نهه ګوندونه له اسمبليانو څخه د استعفاګانو او د سړکونو د احتجاج له لارې د حکومت پر ختمولو سره سلا دي.

پيپلز پارټۍ اوس هم د پي ډي اېم برخه ده خو په اسلام باد کې د سياسي چارو پوه مرتضی سولنګي ته داسې ښکاري چې پيپلز ګوند به ښايي نور له اپوزيشن اتحاده ووځي. له دې سره دا پوښتنه راپورته کېږي چې که فرض کړه پيپلز پارټۍ له دومره لوی اتحاده ووته نو د دې به له ولسي پلوه پر دې ګوند او اپوزیشن څه ناوړه اغېز پرېوزي.؟

مرتضی سولنګی د مارچ پر ۲۳مه د دې په ځواب کې مشال راډيو ته وويل چې له ولسي پلوه به پيپلز پارټۍ ته په پنجاب، خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې دومره تاوان ځکه ونه رسېږي چې د پيپلزپارټۍ د سیاست له وجې دې ګوند ته په دغو درې واړو صوبو کې ولسي مقبوليت ترلاسه نه دی.

"پيپلز پارټۍ دا فکر کوي چې سيند يې مهمه مورچه ده نو هغه به پر ځای وي خو پي ډي اېم چې د کوم ولسي تحريک خبره کوله نو د هغه مرکز پنجاب او تر يو حده خيبرپښتونخوا ده. مسلم ليګ ن او جمیعت علما اسلام د پي ډي اېم مهم ګوندونه دي نو له ولسي پلوه به پر هغو ناوړه اغېز ونشي."

XS
SM
MD
LG