د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ چېرمېن ټاکنې: د سنځراڼي بری او ماتې سیاسي منظرنامه بدلولای شي؟


صادق سنځراڼی د پاکستان سېنېت چېرمېن
صادق سنځراڼی د پاکستان سېنېت چېرمېن

د سېنېټ پخوانی مشر صادق سنځراڼی د واکمن تحريک انصاف او اتحاديانو او د دې هېواد پخوانی لومړی وزير يوسف رضا ګېلاني د اپوزيشن د ۱۰ ګوندونو ايتلاف پاکستان ډموکراټیک موومنټ کانديد دی.

دواړه له تېرو څو ورځو راهیسې په سياسي ګوندونو ګرځي او د ځان لپاره ورڅخه رايې غواړي. سېنېټ ټول ۱۰۰ غړي لري چې پکې دا مهال ۴۷ د حکومت او ۵۲ د اپوزيشن ملاتړي دي.

د مارچ پر درېیمه نېټه د سېنېټ په ټاکنو کې د اسلام اباد پر چوکۍ په قامي اسمبلۍ کې د اکثريت لرلو سربېره هم د واکمن ګوند تحريک انصاف کانديد ډاکټر حفيظ شیخ د اپوزيشن اتحاد له امېدوار يوسف رضا ګېلاني څخه ماتې خوړلې وه چې دې د وزير اعظم عمران خان حکومت لړځولی وو او هغه يې مجبوره کړ چې له قامي اسمبلۍ څخه د باور رايه ترلاسه کړي.

وروسته عمران خان د ۱۷۸ رايو په اخيستو له قامي اسمبلۍاعتماد ترلاسه کړ.

که څه هم د اسلام اباد سېنېټ چوکۍ د ټاکنو پر مهال حکومت په قامي اسمبلۍ کې اکثريت درلود خو د دې برعکس د سېنېټ چېرمېن ټاکنو کې اپوزيشن په اکثريت کې دی نو هم دې ته په کتو سره بايد يوسف رضا ګېلاني بریالی شي. خو کارپوهان وايي چې د دې هېواد په سياست کې تر اخره وخت پورې په حتمي توګه هېڅ نه شي ويل کېدای.

په اسلام اباد کې مېشت خبريال اسد علي تور چې د عدالت او سياسي چارو په اړه رپورټنګ کوي وايي چې په سېنېټ کې د اپوزيشن د اکثريت سربېره هم صورتحال چورلټ بدلېدلای شي.

هغه د مارچ پر ۱۱مه نېټه مشال راډیو ته وویل، په ۲۰۱۸ز کال کې د سېنېټ مشر ټاکنو او له هغه وروسته په ۲۰۱۹ز کال کې د صادق سنځراڼي پرضد د اپوزيشن اتحاد د عدم اعتماد پر مهال د اکثريت سربېره هم ښاغلی سنځراڼي اول د سېنېټ چېرمېن وټاکل شو او بيا ورپسې يو کال وروسته يې پر ضد د عدم اعتماد تحريک ناکامه شو.

اپوزیشن ګوندونو په بیا بیا د حکومت ضد احتجاج پرېکړه کړې
اپوزیشن ګوندونو په بیا بیا د حکومت ضد احتجاج پرېکړه کړې

په ۲۰۱۸ز کال کې اپوزيشن اتحاد تر واکمن اتحاد ۲۶ زیات غړي لرل خو چې کله د سېنېټ مشر لپاره ټاکنې وشوې نو واکمن اتحاد کانديد صادق سنځراڼی بريالی شو. خو بیا چې يو کال وروسته د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر لومړۍ نېټه د ښاغلي سنځراڼي پرضد اپوزيشن اتحاد پي ډي اېم د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړ نو هغه مهال په سېنېټ کې د اپوزیشن د غړو شمېر ۶۴ وو او د عدم اعتماد لپاره ۵۳ رايې پکار وي خو چې کله پټې رايې واچول شوې نو د ښاغلي سنځراڼي په حق کې ۵۰ او مخالفت کې يې ۴۵ رايې ورکړل شوې او دارنګه د اکثريت باوجود د اپوزیشن له خوا راوړل شوی عدم اعتماد تحريک ناکامه شو.

هغه مهال اپوزيشن تور پورې کړ چې په پټو رايو کې يې غړو د واکمن ګوند تحريک انصاف امېدوار ته رايې ورکړې دي.

په دې لړ کې د اپوزيشن کاندېد حاصل بزنجو په ښکاره د جاسوسي ادارې ای اېس ای مشر جنرال فیض نوم اخيستی وو او تور يې پورې کړی وو چې د هغه په لاسوهنه د عدم اعتماد تحريک ناکامه شو خو حکومت او پوځ دا تور رد کړی وو.

هم په دې پس منظر کې اسد علي تور وايي چې دا ځل هم د سېنټ مشر په ټاکنو کې صورتحال چورلټ بدلېدلای شي.

"صورتحال چورلټ بدلېدلای شي. د صادق سنجراني د سېنېټ مشر جوړېدو او بيا د هغه پرضد د عدم اعتماد پر مهال هم بدل شوی وو، د پخوا په شان دا ځل هم دغسې کېدای شي."

نوموړي د خپلې خبرې په وضاحت کې د عوامي نیشنل پارټۍ او جماعت اسلامي حواله ورکوي.

د ده په وينا، د حکومت او اپوزیشن ترمنځ د څلورو رايو فرق دی او د ده په وينا که اې اېن پي چې په بلوچستان کې د واکمن اتحاد بلوچستان عوامي پارټۍ اتحادي ده، د صادق سنجراني په حق کې رايې ورکړي او دا شان جماعت اسلامي د پخوانيو ټاکنو په څېر دا ځل هم هيچا ته ووټ ورنکړي نو ګټه به يې د واکمن اتحاد کاندید صادق سنځراڼي ته ورسېږي.


عوامي نېشنل پارټۍ د اپوزيشن اتحاد پي ډي اېم برخه ده او ويلي دي چې خپلې دواړه رايې به يوسف رضا ګېلاني ته ورکوي. خو د عدم اعتماد په تحریک کې د دې ګوند سېنټرې ستاره ایاز صادق سنځراڼي ته رایې ورکړې وه چې هم په دې اساس اې اېن پي هغه له پارټۍ واېستله. څو ورځې وړاندې صادق سنځراڼي او د دفاع وزير پروېز خټک په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند له مشرانو سره ملاقات وکړ او د سېنېټ مشر په ټاکنو کې ورڅخه د رايې ورکولو غوښتنه کړې وه.

اسد علي تور د پاکستان داخله چارو وزير شيخ رشيد د يوې خبرې حواله هم ورکوي چې نوموړي د پاکستان جيو ټيليويژن ته د مرکې پر مهال کړې وه. هغه ويلي ول چې صادق سنځراڼی د ( رياست) کانديد هم دی خو هغه د رياست وضاحت ونکړ البته د پاکستان په سياست کې په عمومي توګه د رياست اصطلاح د پوځ لپاره استعمالېږي.

اپوزیشن ادعا کوي چې د سېنټ مشر د ټاکنو له ګټلو سره به د وزیراعظم عمران خان د واک زوال شروع شي. خو مرکزي وزیران په وار وار وايي چې د حکومت د ړنګېدو هيڅ خطره نشته او خپل پنځه کلنی موده به پوره کوي.

په امريکا کې مېشت د سياسي چارو پوه ډاکټر محمد تقي وايي چې د سېنېټ مشر ټاکنې به ښايي د پاکستان راتلونکې سياسي منظر نامه بدله کړي.

نوموړي د مارچ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل، که فرض کړه د واکمن اتحاد امېدوار صادق سنځراڼي دا ټاکنې ګټي نو بیا به اپوزيشن اتحاد زيات پام د حکومت ختمولو لپاره د سړکونو احتجاج ته واړوي.

د ده په خبره، اپوزيشن وار له مخه د مارچ پر ۲۶مه نېټه د لانګ مارچ کولو او د پنډۍ او اسلام اباد ترمنځ د فيض اباد په سيمه کې د پرلت وهلو اعلان کړی دی.

ډاکټر تقي زياتوي چې که فرض کړئ د اپوزیشن اتحاد امېدوار یوسف رضا ګېلاني د سېنټ چېرمېن ټاکنې ګټي نو دا به د پي ډي اېم هغه بيانيه پیاوړې کړې چې وايي، په دې هېواد کې د حکومت پرضد سياسي فضا بدله شوې ده.

" د سېنټ چېرمېن ګټلو په صورت کې به د اپوزیشن هغه بیانيه نور هم قوي شي چې وايي پوځ دې په سياسي چارو کې مداخله نه کوي او خپل مسلکي کارونه دې کوي."

د سېنېټ ټاکنو وروستۍ پایلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

په پېښور کې خبريال محممود جان بابر بیا وايي چې که فرض صادق سنځراڼي ټاکنې ګټي نو له دې سره به پر وزیراعظم عمران خان باندې هغه سياسي فشار راکم شي چې د اسلام اباد د سېنېټ چوکۍ بایللو وروسته ورسره مخامخ شوی وو.

خو البته نوموړي د مارچ دپر ۱۱ مه نېټه مشال رايو ته وويل چې د سنځراڼي د بریا په صورت کې به د ده په وينا د انتخاباتو د شفافيت په اړه پوښتنې راپورته شي.

"که سنځراڼي صيب د چېرمېن چوکۍ وګټي نو له دې سره به هغه پوښتنې بیا راپورته شي چې د اکثریت نه لرلو باوجود هغه څنګه بریالی شو؟ له دې سره به د ټاکنو د شفافيت اعتبار هم خراب شي او ورسره به د پيپلز پارټۍ له خوا ورکړل شوی هغه تاثر هم ختم شي چې وايي، اسټبلېشمنټ له سياسي مداخلې پر شا شوی دی."

اپوزیشن او ځينې کارپوهان پر پوځ دا تور پورې کوي چې عمران خان يې په واک کې راوستی او د صادق سنځراڼي د سېنټ چېرمېن جوړولو او د هغه پرضد د عدم اعتماد تحريک ناکامولو کې لاس درلود او ښايي دا ځل هم دغسې وشي خو د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د خبرې غونډو پر مهال په وار وار دا تور رد کړی او سیاستوالانو ته په اشاره سره ويلی چې باید پوځ په سياست کې راښکېل نکړل شي.

XS
SM
MD
LG