د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنځراڼی په ۴۸ رایو بیا د سېنېټ چېرمېن منتخب، د ګیلاني ۷ رایې رد


صادق سنځراڼي
صادق سنځراڼي

د پاکستان اېوان بالا یا مشرانو جرګې د خپل چېرمېن ټاکنو لپاره رایې واچولو چې پکې ۴۸ ووټونه صادق سنځراڼي واخېستل او بیا د سېنېټ چېرمېن وټاکل شو.

د اېوان ۹۸ غړیو رایې واچولې. د پاکستان ډموکراټیک مومنټ کاندید سید یوسف رضا ګېلاني ۴۲ رایې یووړې او ده ته ورکړل شوې اووه نورې رایې په دې رد شوې چې د ده پر نامه یې مهر وهلی وو. یوه بله رایه بیا په دې رد شوه چې د دواړو کاندیدانو پر نومونو یې مهر وهلی وو.

د ګېلاني پولینګ اجنټ د پریزایډینګ افسر له لوري د ګېلاني د اوو رایو د ردولو خلاف احتجاج وکړ او ویې ویل چې د قواعدو له مخې مهر په خانه کې وهل دی، خو پریزایډینګ افسر ورته ویل چې د دې خلاف الېکشن ټریبوینل ته عریضه یوسه. پي ډي اېم د صادق سنځراڼي ټاکنه چېلنج کړې ده او پرخلاف یې الېکشن ټریبیونل ته ځي.

اخوا د سېنېټ مرستيال مشر چوکۍ د واکمن ګوند مرزا محمد اپرېدي د ۵۴ رایو په وړلو سره وګټله او د اپوزيشن اتحاد پي ډي اېم استازي مولانا عبدالغفور حیدري ۴۴ رایې واخیستلې.

دا مهال د پاکستان سېنېټ ټول ۱۰۰ غړي لري. سېنېټران د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي او هر درې کاله وروسته د نيمايي غړو د کاري مودې سرته رسېدو وروسته پر خالي شويو نيمايي چوکيو بيا انتخابات کېږي خو د سېنېټ د مشر او مرستیال مشر د کار موده تر درېو کالو پورې وي او دوی د سېنېټ د غړيو لخوا انتخابېږي.

په پولنګ بوت کې پټې کېمرې

وړاندې د پاکستان مسلم لیګ نون ډلې مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي ول چې د سېنېټ انتخاباتو پر مهال د رایو اچولو ځای ته شپږ کېمرې چا لګولې. نوموړي په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې وه.

نن د سېنېټ ۴۸ نویو منتخب سېنېټرانو لوړه وکړه او پر دې مهال د اپوزېشن ځینو غړو وویل چې د رایو اچولو ځای ته شاوخوا شپږ کېمرې لګول شوې وې.

شاهد خاقان عباسي تور پورې کړی چې وزیراعظم او د سېنټ پخوانی چېرمېن صادق سنځراڼی د دې کمېرو په لګولو کې لاس لري.

نوموړي وویل چې د دې کېمرو لګولو مطلب دا دی چې د ده په وینا حکومت د سېنېټ د مشر او مرستیال مشر د ټاکنو غلا کولو پلان جوړ کړی دی.

حکومت ویلي چې دوی به د دې کېمرو په اړه پلټنې کوي چې چا او ولې یې لګولې دي.

XS
SM
MD
LG