د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوسف علي خان کورنۍ د هغه خوشې کېدل غواړي


يوسف علي خان
يوسف علي خان

په برتانيا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ يوسف علي خان چې اوسمهال په مردان کې په زندان کې دی، د مارچ په ۱۵مه د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کېږي.

هغه د فرورۍ په مياشت کې له لندنه په صوابۍ کې خپل کلي زروبۍ ته تللی وو چې پولیسو ونيو. پر يوسف علي خان تور پورې شوی چې په برتانيه کې یې په يوې غونډې کې د پاکستاني ریاست پر ضد خبرې کړې دي.

خو د نوموړي کشر ورور يوسف هارون د مارچ پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې ورور یې په سوله ییز ډول د پاکستان د ايين لاندې د پښتنو د حقونو خبره کوي نو بايد په جېل کې ونه ساتل شي او خوشې دې شي.

په نيمه شپه پولیسو زموږ پر کور چاپه ووهله او زما ورور یې بوت. زما د ورور یوازینی جرم د پښتنو د حقونو غوښتل دي
يوسف هارون

هغه د فرورۍ د ۱۳مې هغې شپې کیسه کوي چې د ده په وېنا پولیس یې پر کور وروختل. ((د شپې يوه نيمه بجه وه، پولیس زموږ د کور چت ته وختل. لويه دروازه يې راته په زوره ټکوله. موږ ته يې ټوپکې نېغې کړې. زما ورور ورسره بهر ته ووت. هغوی په ګاډي کې کېناوه چې ورته په لار کې نور ساده ګادي هم ولاړ ول. زما ۹۵ کلنه مور ډېره پرېشانه ده. يو خور مې معذوره ده. ما هم په ژوند کې داسې يو حالت کله نه وو ليدلی.))

يوسف هارون ادعا وکړه چې ورور یې په جېل کې د ذهني شکنجې سره مخ دی. ((په کوټه کې يې يوازې ساتلی، رڼا يې ورته نه ده مړه کړې چې په اسانه خوب و نه کړي. ورته يې ويلي چې کورونا به بهانه کړي او وبه يې وژني. او يا دا چې که په برېتانيا او يا هم د نړۍ په هر ګوټ کې دې بي داسې خبرې وکړې نو له موږ به بچ نشې. زما ورور خو کوم ناروا نه دي ويلي، د پښتنو د حق خبره يې کړې ده.))

د يوسف عليخان وکيل بیا ادعا لري چې د موکل د مقدمې هغه ريکارډ ورته نه دی ورکړل شوی د کوم پر بنياد چې دی په عدالت کې د مقدمې په مهال بحث کوي.

اېډوکېټ شاه محمد د مارچ په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې که عدالت ته ولاړ هم شي نو بحث به پر څه کوي؟ ((پوليس دا حربې د مقدمې اوږدولو لپاره کاروي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو پر ضد اکثره له ملک سره د غدارۍ مقدمې جوړېږي، خو د يوسف عليخان په قضیه کې د ترهګرۍ ضد دفعات هم شامل دي.))

د يوسف عليخان د کورنۍ او وکيل د دې ادعاوو په اړه مو د مارچ په ۱۴مه په بيا بيا د صوابۍ او مردان د پولیسو سره رابطې وکړي خو هيچا د مشال راډيو ټيليفونو ته ځواب ونه وايه. البته د صوابۍ د يارحسين تاڼې تفتیشي افسر فضل مالک د فرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته ويلي وو چې پر يوسف علي خان د پاکستان پر ضد د ده د هغو کرکجنو خبرو لپاره مقدمه درج شوې چې په برتانيا کې يې يوې غونډې ته په وينا کې کړې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځيني نور غړي هم په پاکستان کې په بېلابېلو جېلونو کې دي. پر دوی د ریاست خلاف د خلکو د راپارولو او غدارۍ تورونه دي. خو د منظور پښتين په مشرۍ دا غورځنګ دغه تورونه بې بنياده بولي او وايي چې د بشري حقونو مبارزه یې د پاکستان د ايين لاندې روانه ده.

XS
SM
MD
LG