د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر او ملګري یې عدالتي تحویل کې زندان ته واستول


پښتون ژغورنې غورځنګ د ډېسېمبر پر ۲۷مه په باړه کې په جلسه کې د وزیر او نورو ملګرو انځورونه لګولي ول
پښتون ژغورنې غورځنګ د ډېسېمبر پر ۲۷مه په باړه کې په جلسه کې د وزیر او نورو ملګرو انځورونه لګولي ول

د کراچۍ د ترهګرۍ يو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پارلېمان غړی علي وزير له درېوو نورو ملګرو سره په عدالتي تحويل کې زندان ته واستول.

پوليسو دا ټول کسان نن په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل او بيا يې زندان ته بوتلل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښانو او غړو وکيل قادر خان نن مشال راډيو ته وويل تر اوسه روښانه نه ده چې عدالت تر کوم وخته ګرفتار کسان زندان ته استولي دي.

ده وويل قاضي د ډېسېمبر پر ۳۱مه په خپل امر کې د غورځنګ د نيوليو کسانو مقدمه د کراچۍ په مرکزي زندان کې د ترهګرۍ مخنیوي عدالت ته انتقال کړه.

قادر خان زياته کړه چې د وزير او نورو کسانو د ضمانت درخواست يې هم عدالت ته ورکړ.

وزير د ډېسېمبر ۱۶مه په پېښور کې نيول شوی وو او بيا کراچۍ ته واستول شو.

پر هغه تور دی چې د ډېسېمبر په شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جلسې پر مهال د پاکستان ریاست خلاف خبرې کړې او خلک یې ګډوډۍ ته هڅولې.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه بې بنياده بللي.

د علي وزیر سره په کراچۍ کې د پي ټي ايم مشر نورالله ترين او د دې غورځنګ دوه نور غړي شیر ايوب او بسم الله هم ول.

پوليسو د ډېسېمبر پر ۲۰ مه د غورځنګ يو بل غړی محمد شېر مسيد هم نيولی وو او وار له مخې يې په عدالتي تحويل کې زندان ته لېږدولی وو.

پوليسو نوموړې نن عدالت ته وړاندې نه کړ او په اړه يې خپل رپورټ عدالت ته ورکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه د ډېسېمبر پر ۲۷مه د خیبر په باړه کې په یوه جلسه کې غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د دوی نیول شوي غړي ژر تر ژره خوشې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG