د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سرکار د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان ځوروي: امریکا


د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړو ځوانانو يو پخوانی عکس
د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړو ځوانانو يو پخوانی عکس

امریکا ویلي چې پاکستان د انصاف غوښتنې لپاره د راپاڅېدلي پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان ځوروي او د هغوی د حوصلو ماتولو هڅې یې کړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو ادارې د چهارشنبې په ورځ په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو وضعيت په باب کانګریس ته په وړاندېکړي خپل يوه راپور کې ويلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په مشکوکو مقابلو کې د عدالت ترشا وژنې کړې او د نقیب مسید په وژنه تورن راو انوار له نیولو وروسته په ضمانت خوشې کړل شوی دی.

د راپور د جزیاتو له مخې د ٢٠١٨ز کال پر مهال پښتون ژغورنې غورځنګ ‌ډېری پښتانه پلويان د انصاف غوښتنې او امنيتي ځواکونو د ناروا چلن پرضد په پرلت غځولو کې د ګډون لپاره چمتو کړل.

په راپور کې د مبصرینو له خولې ویل شوي چې د پېښور، کراچۍ، اسلام اباد او لاهور په ګډون د ټول هېواد په ګڼو ښارونو کې په زرګونه خلک په پرامنه احتجاجونو کې برخه اخیستې وه خو چارواکیو د نیولو، وېرولو او تنګولو له لارې د دغو مظاهره چيانو د حوصلو ماتولو هڅه کړې خو د پي ټي ايم د پلويانو پرضد يې د منظم تشدد داعمالو مخه نهده نيولې.

په راپور کې ويل شوي، "داسې راپورونه دي چې حکومتي امنيتي ځواکونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او هغوی په ګرد هيواد کې دشکمنو تندلارو په ضد دعملياتو په مهال د عدالت ترشا وژنو کې ککړ دي."

د امریکا بهرنیو چارو اداره وایي ګڼ ميډيا راپورونه په ډاګه کوي چې پوليسو او امنيتي ځواکونو په پولیس مقابلو کې مشکوک ترهه ګر وژلي خو په دغو وژنو کې د عدالت ترشا د پښتون ځوان نقیب مسید وژنه هم شامل ده.

د راپور له مخې په ۲۰۱۸ ز کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په کراچۍ کې پښتون ځوان نقیب مسید د پولیسو یوه مشکوکهمقابله کې وژل شوی وو خو د بشري حقونو ملي کميسيون او دسند پوليسو پلټونکي دې نتيجې ته رسېدلي چې دا دعدالت ترشا وژنه وه چې د ترهګرۍ ضد عملياتو پر مهال رامنځته شوې وه.

دراپور له مخې په کوم لوړپوړي پوليس افسر ( راو انوار) چې د دغو عملياتو د امر ورکولو تور دى هغه معطل کړى شوى او نيول شوى وو خو وروستو په ضمانت خوشې کړل شو، په هغه د ٢٨م نومبر راهسې مقدمه روانه ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې خرابه امنیتي وضعه، د امنیتي ځواکونو او تندلارو لخوا دخلکو وېرول، قبایلي سیمو او بلوچستان ته له بهره دخلکو په ورتګ د حکومتي او امنیتي ځواکونو کنټرول هغه عمده لاملونه دي چې د بشري حقونو سازمانونه په دغو سیمو کې د پوځي بدسلوکۍ له ښکار خلکو سره د مرستو په لړ کې له خنډونو سره مخامخوي. همدغه راز خبریالان هم د ګڼو خنډونو له امله د دې جوګه نه دي چې د دغو سیمو وضعیت ښکاره کړي.

دغه راپور کې د پاکستان دننه هدفي وژنو، دخلکو په زوره بې درکه کولو ،لږکیو سره ناروا چلند او دپاکستان دپوځ او استخباراتي ادارو لخوا د حکومت دڅار لاندې کار نه کولو ته هم ګوته نیول شوې ده.

دامریکا بهرنیو چارو ادارې د بشري حقونو په باب هر کال خپل تیاروي او پر دې اساس له اړوندو هېوادونو سره خپلې اړیکې پرمخ وړي.

پاکستان لا په سمدستي توګه دامریکا په دې تازه راپور خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې چې کله هم په پاکستان د نورو هېوادونو یا د بشري حقونو د تنظیمونو لخوا دغسې نیوکې شوي نو هغه یې رد کړي او دعوه کوي چې بشري حقونه په سختۍ سره مراعاتوي

XS
SM
MD
LG