د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ: موږ له خپل دريځه نه په شا کېږو


محسن داوړ د پي ټي ايم د دوو نورو مشرانو، عبدالله ننګيال او علي وزیر سره ولاړ دی
محسن داوړ د پي ټي ايم د دوو نورو مشرانو، عبدالله ننګيال او علي وزیر سره ولاړ دی

د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر، محسن داوړ وايي د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره رياست خلکو ته په کور د کښېناستو وايي خوپه سيمه کې ترهګري خپرول کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخه ونیسي.

د مې پر ۱۳مه محسن داوړ د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وويل د مرکزي او صوبايي حکومتونو لخوا د پي ټي ايم د مخکښ عارف وزير هدفي وژنه د غندلو پر ځای په ټولنيزو رسينو کې د پراکسي اکاونټونو د لارې په خوشالۍ سره ولمانځل شوه:

وفاقي او صوبايي حکومتونو د عارف وزیر وژنه ونه غندله
محسن داوړ

نوموړي زیاته کړه: "د کورونا وبا د مخنيوي په بهانه بايد له بشري حقونو سرغړونه ونشي. ترهګر له شمالي وزيرستانه تر باجوړه بيا راپورته کېږي. ترهګر بيا رايوځای کېږي. تاسو به له کورونا ځان خلاص کړئ خو د ترهګرۍ به هم مخه نيول وي. عوامي نېشنل ګوند چې تر زرو زيات کارکنان يې د ترهګرۍ ښکار شول خو له خپلې نظریې پشا نشول نو زه هم دا خبره تکراروم چې داقسمه پېښې يا حملې موږ له خپل مقصد، سوچ او نظريې نشي په شا کولی."

د جنوبي وزيرستان د واڼه سيمې عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر وو، چې په تېرو دوو کلونو کې په وار- وار په دې تور نیول شوی او په زندانونو کې ساتل شوی چې ګواکي هغه خلک د ریاست پرضد پارول خو نوموړي په وار وار دغه تورونه رد کړي وو.

د مې پر لومړۍ نېټه په واڼه کې ناڅرګندو کسانو عارف وزیر په وسله وال برید کې سخت ژوبل کړ چې بيا نوموړي د مې پر دوهمه د اسلام اباد په پیمز روغتون کې ساه ورکړه. هغه د پارليمان د غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د يو بل مشر، علي وزیر د تره زوی وو.

که محسن داوړ سره کوم ثبوت وي نو رامخې ته دې يې کړي
نصیرالله خان

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر د مې پر پنځمه ويلي وو، د پېښې پلټنې يې پيل کړي او په ورځ دوه کې به د پلټنو تفصيل ولس ته ښکاره کړي. محسن داوړ تور پورې کوي چې تر دې دمه پلټنې ځکه نه دي شوي چې رياست د وسله والو په وسيله پي ټي ایم له منځه وړل غواړي.

خو له جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی او د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د خېبر پښتونخوا غړی نصير الله خان دغه تورونه ردوي. نوموړي د مې پر ۱۳مه مشال راډیو ته وويل که محسن يا د پي ټي ایم نورو غړو سره په دې لړ کې څه ثبوتونه وي نو عدالت او اسمبليو ته دې راوړي دوی به يې هم ملاتړ وکړي. هغه وويل: "عارف وزير زما د سيمې دی او زما ملګری وو. نو زه وایم چې محسن دې ثبوتونه راوړي زه به يې په صوبايي او هغه دې په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړي."

نصيرالله خان زياتوي په سيمه کې د مخ په زياتېدونکې بد امنۍ يوه وجه دغلته نوی پوليس نظام دی چې لا يې هم دوی د پياوړي کولو هڅه کوي او بله وجه يې هلته د اوږد مهاله بدامنۍ اغېز دی.

د يادونې ده چې په کومه ورځ په عارف وزير وسله وال بريد وشو هم په هغه ورځ د مې پر لومړۍ نېټه د شخړو او امنيتي مطالعاتو ادارې په نوم يو اسلام اباد مېشت څېړنيز مرکز په خپل خپور کړي مياشتني راپور کې وويل، قبايلي سيمې چې پکې په تېره مياشت کې د هېواد د نورو برخو پرتله تر ټولو زياتې د تشدد پېښې رامنځته شوي، هلته داسې ښکاري چې وسله وال د ځېنو سيمو بېرته نيولو هڅه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG