د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم غوښتنې سمې دي خو ژبه یې سخته ده: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې سمې دي او دا هغه خبرې دي چې هغه یې پخپله له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې کوي. نن په اورکزو کې جلسې ته په وینا کې عمران خان وویل د پي ټي ایم ځوانانو خبره سمه خو ژبه یې ناسمه ده.

نوموړي وویل، ''پي ټي ایم یو نوی تنظیم دی، د پښتنو د تکلیفونو خبره کوي. د قبایلو د مشکلاتو خبره کوي، دا هغه خبرې کوي چې زه د پنځلسو کلونو راهسې کوم، هغوی سمه خبره کوي، دلته خلک بې کوره شول کله چې یو ځای کې جنګ وي نو بې ګناه خلک وژل کېږي، هغوی سمه خبره کوي، خو لهجه یې سمه نه ده، دا د ملک لپاره ښه نه ده.''

عمران خان وویل له قبایلو بهر هېچا ته مالومه نه شوه چې پر قبایلو څه تېر شول. په دې کې د پوځ قصور نه دی بلکې قصور د هغو واکمنانو دی چې د امریکا په خوله یې داسې وکړل.

محسن داوړ
محسن داوړ

خو په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي او د پښتون ژغورني غورځنګ مرکزي غړي محسن داوړ مشال راډيو ته وويل، يو څوک چې د مرګ، ژوبلې د ماينونو او د وینو ذکر کوي نو دا به هرومرو ترخې خبرې وي.

''دا عمل او کارونه داسې شوي دي چې زما په اند اوس هم دا ژبه (لهجه) سمه ده. دا خلک د عدم تشدد پر اصولو خپله مبارزه کوي. دوی تراوسه تشدد ته لاس نه دی اچولی. زما په خيال خان صيب ته اندازه نه شته. خو زه ورته دا وایمه که مو له دومره شدت سره موږ خبره نه کولی نو بیا دنیا نه اورېدله. عمران خان دا وايي چې پنځلس کاله يې دا خبره کړې وه نو په ۱۵ کاله کې به دنیا هم له دې خبره شوی وی. چا به دا خبره اورېدلې وی، څه بدلون به راغلی وی. د خلکو په ژوند کې به ارامي راغلې وی.''

د پي ټي ايم مخکښ محسن داوړ دا هم وويل چې له دوی سره چې چا زياتی کړی دی هم هغه خلک به يادوي.

''يو سړي چې غلا کړې وي يا مرګ ژوبله يې کړي وي نو ته به دنیا ته دا نه وايې چې غلا چا کړې ده، له ما سره ظلم چا کړی دی، هم دوی کړی دی. زه به دنیا ته هم هغه خلک ياودمه چې له ما سره يې زياتی کړی دی. زه خو دنیا ته دا نشم ويلي چې له ما سره زياتی عمران کړی دی او يا راسره واپډا يا د زراعتو محکمې کړی دی.''

عمران خان په په اورکزیو کې په خپله وینا کې د اپوزیشن ګوندونو مشران د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو ذمه وار وبلل. نوموړي دا هم وویل چې په کابینه کې بدلونه کړي دي او که په راتلونکي کې کوم وزیر خپل کار په سمه توګه نه ترسره کوي نو نور بدلونونه به هم وکړي.

د یادولو ده چې د اپرېل پر۱۴مه نېټه د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سترې ولسي غونډې یوځل بیا د پاکستان پر حکومت ږغ وکړ چې په پښتون میشتو سیمو کې دې د هدفي وژنو پروړاندې اقدام وکړي، ټول ورک کسان دې عدالت ته وړاندې کړي، له عدالته لیرې وژنې دې ودروي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په مقدمه کې تورن پولیس افسر راو انوار ته دې سزا ورکړي، په قبایلو کې دې پر امنیتي پوستو خلک نه ځوروي، په قبایلي سیمو کې دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي او د بدامنۍ او پوځي کاروایانو پر مهال د اوښتو زیانونو په اړه دې د حقایقو مالومولو لپاره یو کمیشن جوړ کړل شي.

XS
SM
MD
LG