د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ میډیا د پي ټي اېم دریځ نه خپروي: شنونکي


له ارشیفه
په میرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه. د ۲۰۱۹ ز کال د اپرېل ۱۴مه
له ارشیفه په میرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه. د ۲۰۱۹ ز کال د اپرېل ۱۴مه

د اتوار په ورځ د شمالي وزير ستان، بویا تحصيل په خړ کمر کې د پاکستاني پوځ په ډزو کې د پښتون ژغورنې غورځنګدرې تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شوي ول. دا هغه خبر دی چې ډېری مېډیا له ټولنیزو رسنیو ترلاسه کړی یا په پېښه کې د ژوبلو کسانو د سترګو لیدلی حال دی.

خو د دې سرچپه بیا د پاکستان ټول اخبارونه او ټېلیویژنونه دا خبر چلوي، (د اتوار په ورځ د پارلېماني غړيو محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ د پي ټي ايم پلويانو په خړ کمر سیمه کې د پاکستاني پوځ پر يوه چيک پوسټ په دې موخه بريد کړی وو چې د ترهګرو نيول شوی يو مبينه سهولتکار خوشې کړي خو هېڅ یوې رسنۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ دریځ نه دی را-اخیستی یانې د خړ کمر پېښې په باب پاکستانۍ رسنۍ سل په سله د پوځ دریځ خپروي. نو پوښتنه دا ده چې رسنۍ دا کار په خپله خوښه کوي که څنګه؟

د دې پوښتنې ځواب په کراچۍ کې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخواني ايډیټر ضيا الدين په اند دا دی چې دا مهال پوځ په بشپړه توګه رسنۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

نوموړی زیاتوي: ''له ۲۰۱۷ ز کاله د پاکستاني پوځ يوه اجنډه ده، خو په دې پوهه نه يو. دا اجنډه ده څه؟ هم هغه اجنډه په پام کې له ساتلو سره دا مهالپوځ په مکمله توګه پر مېډیا قبضه کړې ده. پوځ د دې لپاره کومه قانوني لاره نه اختياروي خو يوه اداره يې جوړه کړې ده، د هغې له لارې هر ميډیا هاوس کنټرلوي او په خاصه توګه دميډیا هاوس مالک يې په لاس کې اخستی وي، هغه ته په ټېليفون لارښوونه کېږي، بله دا چې هر خبر یال پر خپلځان په خپله پابندي لګولې ده خو دا ورته مالومه نه ده چې دا پابندي پرې چا لګولې ده؟''

پابندي پرې چا لګولې ده؟ د دې ځواب د ډان ګروپ مشر حمید هارون د بي بي سي په هارډ ټاک خپرونه کې له سټیفن ساکر سره په هغه مرکه کې ورکړی دی چې د ۲۰۱۸ز کال پر ۱۹مه جولای خپره شوې وه، په هغه کې ښاغلی هارون وايي چې پوځي ادارې د پاکستان ټوله میډيا کنټرولوي.

بنو: د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۰ غړي ګرفتار

علي وزیر یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ

امنسټي انټرنېشنل: د وزیرستان پېښه دې وپلټل شي

شمالي وزيرستان کې څه تېر شول؟

د پاکستانۍ کنټرول میډيا یو څرک د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د مې ۲۶مې پېښه لیدلی شی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دریځ پرځای ټولو پکې یوازې او یوازې پوځي دریځ چلاوه. خبر یال رحيم الله يوسفزی هم مني، دا ریښتیا دی چې د پاکستان ټولې رسنۍ یوازې د پوځ دريځ ته زیات ځای ورکوي خو ځینو رسنيو هڅه کړې چې د غورځنګ دريځ هم چاپ کړي.

''يو نيم اخبار یا ادارې د پي ټي اېم دريځ ته هم ځای ورکړی دی. که څه هم هغه ځای ډېر کم دی خو هڅه يې کړی چې څه نا څه متوازن صحافت وکړي خو حقيقت دا دې چې پوځ څه ويلي دي رسنيو کټ مټ هغه چاپ کړي دی. پوځ وايي، په شمالي وزير ستان کې یې پر یوه پوسته بريد شوی دی، دا د هغوی دريځ دی، پوځ له دې د قامي سلامتۍ خبره جوړه کړې او وايي چې ځينو خلکو د ریاست پرضد وسله پورته کړې ده او دا هم وايي چې ځينې عسکر یې ژوبل شوي دي، کله چې پوځ کومه خبره وکړي نو بیا د هغې په اړه په پاکستان کې خبره کول یا تحقيق کول ګران وي.''

پر ټولنيزو رسنیو د پاکستان يوشمېر خبریالانو پر ټویټر پيغامونه ليکلي چې د شمالي وزيرستان د خړ کمر د پيښې په اړه یو-اړخیزه رپورټینګ کېږي او بیا بيا به يې پوځ مخاطب کولو چې رسنيو ته اجازه ورکړي چې ريښتيا خپور کړي.

XS
SM
MD
LG