د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې تېر ۳ کاله هدفي بریدونو ۶۵ خبريالان او حقونو فعالان وژلي: م م


افغانستان: ځايي وګړي په کابل کې د ۲۰۱۸ز کال د مې میاشتې پر ۳، د وژلیو خبریالانو لپاره د پیرزوینې ډیوې بلې کړې دي
افغانستان: ځايي وګړي په کابل کې د ۲۰۱۸ز کال د مې میاشتې پر ۳، د وژلیو خبریالانو لپاره د پیرزوینې ډیوې بلې کړې دي

ملګري ملتونه وايي، له تېرو درېوو کلونو راهیسې په افغانستان کې په هدفي بریدونو کې لږ تر لږ ۶۵ خبريالان او د حقونو فعالان وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د سازمان مرستندويه دفتر يوناما په خپل يو رپورټ کې چې د فبرورۍ پر ۱۵مه نېټه خپور شوی، ويلي چې په وژل شويو کې ۳۲ د بشري حقونو مدافعين او ۳۳ د رسنيو کارکوونکي دي.

رپورټ چې له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۱م کاله د وژنو په اړه مالومات راټول کړي دي، په داسې حال کې خپور شوی چې طالب جګړه مارو د حکومت او نورو هدفونو پرضد بريدونه زيات کړي دي. خو په رپورټ کې طالبان په مشخصه توګه نه دې تورن شوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي ډيبورا ليونز ويلي چې په داسې حال کې چې د مذاکراتو له لارې د جنګ ختمولو او د سياسي جوړ جاړي لپاره ټوله توجو پر خبرو اترو ده نو په داسې وخت کې د بشري حقونو فعالانو او رسنيو د غږ خاموشه کولو پر ځای بايد تر بل هروخت دوی ته زيات غوږ کېښودل شي.

د ملګرو ملتونو ماموريت زياتوي، حملو پر خبريالانو او د رسنيو پر کارکوونکيو ناوړه اغېز کړی چې پکې ځینې کار پرېښودلو او ځينې بيا د ځان سانسورولو ته مجبوره شوي دي.

د ازادۍ راډيو خبريالان الياس داعي په هغو کسانو کې دی چې تير کال په هلمند کې وژل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG