د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۲۰ز کال کې د هنر د اسمان ګڼ ستوري پرېوتل


د هالیووډ سره تړلي ګڼ کسان هم په ۲۰۲۰ کال کې مړه شول.
د هالیووډ سره تړلي ګڼ کسان هم په ۲۰۲۰ کال کې مړه شول.

په دغو کې د هند، پاکستان، افغانستان او نړۍ وتلي فلمي ستوري، شاعران، لیکوالان، نڅاګر او دې ته د ورته نورو شعبو خلک هم شامل دي.

په ۲۰۲۰ کال کې د کلتور د نړۍ وتلو څهرو د تل لپاره د ژوند سره خدای پاماني وکړه او د ابدیت غېږې ته یې پنا یوړه.

په دغو کې د هند، پاکستان، افغانستان او نړۍ وتلي فلمي ستوري، شاعران، لیکوالان، نڅاګر او دې ته د ورته نورو شعبو خلک هم شامل دي.

د افغانستان وتلی کامیډین، فلم ستوری او د تلویزوني خپرونو وړاندې کوونکی، اصف جلالي د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ورځ وفات شو. نوموړي په ۵۲ کلنۍ کې د زړه د حملې له وجې له نړۍ سترګې پټې کړې.

اصف جلالي د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نېټه وفات شو.
اصف جلالي د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نېټه وفات شو.

د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د افغانستان د سینیما سره تړلي درې نور کسان هم مړه شول. اداکار اسد تاج زی چې د افغانستان د اطلاعات و فرهنګ وزارت لخوا ورته د استادۍ لقب ورکړل شوی و، په همدې میاشت کې ومړ. د جنورۍ د میاشتې په شپږمه نېټه د افغانستان د سینما پېژندل شوي ستوري قادر فرخ هم د ورپېښې ناروغۍ له امله د ترکیې په یو روغتون کې ساه ورکړه. د جنورۍ پر ۲۱ مه بیا فلم جوړونکي او د سینماګرانو د ټولنې مشر جواشنیر حیدري هم له ژوند سره مخه وکړه.

د بالیووډ پرېوتي ستوري

د هندوستان د فلمي نړۍ بالیووډ لپاره هم ۲۰۲۰ کال غمجن و، ځکه چې ګڼو وتلو فلمي ستورو پکې خپل مینه وال خپه پرېښودل.

عرفان خان چې د بالیووډ ترڅنګ یې په هالیووډ فلمونو کې هم کار کړی و، د اپریل پر ۲۹مه د سرطان ناروغۍ له وجې وفات شو. سلم ډاګ میلینیر، لایف اف پای، جراسک ورډ او انګریزي میډیم د هغه د مشهورو فلمونو څخه دی. هغه په ۵۴ کلنۍ کې مړ شو.

اداکار سوشانت سېنګ راجپوت د جون پر ۱۴مه ومړ
اداکار سوشانت سېنګ راجپوت د جون پر ۱۴مه ومړ

په روان کال کې ځوان اداکار سوشانت سېنګ راجپوت هم ومړ. هغه ۳۴ کلن و او د ډېر نور ښه کار تمه ترې کېده خو د جون پر ۱۴مه، مرګی مخکې شو.

همدا راز د هندي فلمي نړۍ یو بل ستوری رشي کپور هم راپرېوتو. رشي کپور د بالییوډ د کامیاب ترینو فلمي ستورو څخه یو و. نوموړی په ممبۍ کې زوکړی و خو مشران یې د خیبر پښتونخوا د سر ښار پېښور نه هند ته تللي وو. په پېښور کې اوس هم د کپور کورنۍ حویلۍ موجوده ده.

اروپايي کلتوري څهرې

سږ کال روسی لیکوال او شاعر ایډو ـ ورډ لیمو نوف هم په ۷۷ کلنۍ کې ومړ. دا زه یم ـ ایډي د هغه مشهور ناول دی.

د چیک جمهوریت د فلمونو اداکار، لیکوال او ډایریکټر ییري ـ مینزیل په سپټمبر میاشت کې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له وجې مړ شو. د نوموړي یو فلم اسکر ایوارډ ګټلی و.
د چیک جمهوریت د فلمونو اداکار، لیکوال او ډایریکټر ییري ـ مینزیل په سپټمبر میاشت کې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له وجې مړ شو. د نوموړي یو فلم اسکر ایوارډ ګټلی و.

د چیک جمهوریت د فلمونو اداکار، لیکوال او ډایریکټر ییري ـ مینزیل په سپټمبر میاشت کې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له وجې مړ شو. د نوموړي فلم له نږدې لیدل شوي اورګاډي اسکر ایوارډ ګټلی و.

روسۍ خبریالې ایرینا سلاوینا په اکتوبر میاشت کې د پولیسو لخوا د هغې د کورنۍ د ځورولو په غبرګون ځان په اور وسېځلو.

په فرانسه کې مېشت جاپانی فیشن ډیزاینر کینزو ټکاډا په اکتوبر میاشت کې د کو وېډ ـ ۱۹ ناروغۍ نه ومړ. هالینډي نژاده امریکايي راک موسیقار ایډي ـ وان هایلن د اکتوبر پر شپږمه د مغزو د سکتې له وجې مړ شو.

سکاټ لینډی ایکټر سیان کونیري هم د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر پر ۳۱مه د ورپېښې ناروغۍ نه ومړ. روسی لیکوال میخایل ژوانیتسکي چې د کامیډي لیکلو لپاره یې شهرت درلودلو د نومبر په شپږمه له نړۍ وکوچېد.

جنوبي کوریا

د جنوبي کوریا د فلمونو ډایریکټر (کیم کي ـ ډک ) د دسمبر په ۱۱مه د کو وېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له وجې ومړ. هغه په ۲۰۱۳ کال کې وال سټریټ ژورنال ته په یوه مرکه کې ویلي وو: په ژوند کې لیدلي کړاوونه یې تل د فلمونو د لارښوونې یا ډایریکشن لپاره کارولي دي.

د هالیووډ پرېوتي ستوري

د هالیووډ سره تړلي ګڼ کسان هم په ۲۰۲۰ کال کې مړه شول. په دې کې اداکاره انر بلیک مین، اداکار چډوېک بوزمین، اداکار چرمي بولیک، اداکاره ایډ بیرېنس، اداکار شان کانیري، اداکار رابرټ کونراډ، موسیقار پیټر ګرین، لیکوال وینسټن ګروم جونیر، اداکاره ډایانا رېګ او ګڼ نور شامل دي.

پاکستان

په پېښور کې سندرغاړی شهریار شعور د جون پر ۱۹مه د ورپېښې ناروغۍ نه ومړ. هنرپوهان وايي، له دې زلمي ډېره تمه کېده خو مرګي په تانده ځوانۍ کې له مینه والو بېل کړ.

د پاکستان تلویزون پېژندل شوی ویاند طارق عزیز هم په ۲۰۲۰ کې وفات شو
د پاکستان تلویزون پېژندل شوی ویاند طارق عزیز هم په ۲۰۲۰ کې وفات شو

د پاکستان تلویزون مشهور ویاند طارق عزیز هم د روان کال د جون په ۱۷مه نېټه وفات شو. یو مهال د هغه نیلام ګر پروګرام ډېر مشهور و.

افغانستان

د نومبر په اوومه نېټه په کابل کې په یوه چاودنه کې پخوانی خبریال او د افغانستان د مرکزي بانک مامور یما سیاوش ووژل شو.

د نومبر پر ۱۲مه، په هېلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

۲۵ کلنه افغانه خبریاله ملاله میوند د دسمبر پر ۱۰مه په جلال اباد کې د نامعلومو وسله والو په ډزو وفات شوه.

د افغانستان د دري ادب پیاوړی کیسه لیکوال رهنورد زریاب
د افغانستان د دري ادب پیاوړی کیسه لیکوال رهنورد زریاب

د دسمبر په ۱۰مه نېټه د افغانستان د درې ژبې پېژندل شوی کیسه لیکوال محمد اعظم رهنورد زریاب په ۷۷ کلنۍ کې وفات شو. نوموړی د لسګونو افسانو او د ځو ناولونو لیکوال و.

شیکسپیر په خپل یو مشهور نظم کې وايي، له ماشومتوبه تر زړښته د انسان د ژوند اووه صحنې تمثیلیږي، هر کال د نورو خلکو ترڅنګ هنرمندان، ارټسټان، فلمي ستوري او لیکوالان مړه کېږي خو سږ کال دا کچه لږه لوړه ده، وجه یې ښايي په دنیا کې د کورونا وبه خپرېدل هم وي.

خو رابندرنات ټیګور وايي، ترڅو چې د زمکې په سر چې یو ماشوم هم پیدا کېږي نو ترې جوتېږي چې خدای له انسانانو ناهیلی نه دی.

XS
SM
MD
LG