د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې په افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ ودروي: سوني لوګېت


افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لوګېت
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لوګېت

په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونو ویلي چې طالبان دې د حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو د هدفي وژنو کمپاین چې ذمه واري ‌یې هم نه‌مني، پای ته ورسوي.

د دغو ځواکونو ویاند ډګروال سوني لوګېت پر ټویټر کښلي دي چې د سولې بریالي کېدو لپاره دا لړۍ باید ودرول شي.

د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون ځیني افغان خبریالان او د ښځو د حقونو او مدني فعالان په تېرو څو میاشتو کې په مقناطیسي ماین چاودنو او وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي.

طالبانو که څه هم ځیني وختونه په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو افغان حکومت وايي باوري دی چې طالبان په تېره بیا حقاني شبکه دا بریدونه کوي.

د امریکايي ځواکونو د ویاند سوني لوګېت په نننیو څرګندونو کې یوه برخه د طالبانو د ادعاوو په اړه شوې چې امریکايي ځواکونه‌ یې د امریکا-طالبانو د دوحې له تړونه په سرغړونه تورن کړي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې چې ویاند ذبیح‌الله مجاهد یې خپره کړې امریکايي ځواکونه تورن کړي چې په ننګرهار،کندهار او هلمند کې یې پر دوی بمبارۍ کړې دي.

د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال لوګېت د طالبانو دا ادعاوې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې امریکا به د طالبانو د بریدونو په ځواب کې د افغان پوځیانو دفاع کوي.

د امریکايي ځواکونو ویاند زیاته کړې چې ټولې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG