د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې د "داعي" د مور په ګډون لسګونه مېرمنې د سولې غونډه جوړوي


محمد الیاس داعي، د نومبر میاشتې پر دوولسمه په لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
محمد الیاس داعي، د نومبر میاشتې پر دوولسمه په لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

په هلمند کې د ازادۍ راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د مور په ګډون، تر سلو زیاتې مېرمنې نن په یوه غونډه کې د سولې غوښتنه کوي.

په لښکرګاه کې د دې غونډې یوه تنظیموونکي او د ژورنالستانو دفاع کمېټې مسوول عبدالمعید هاشمي برايي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه مېرمنې له بېلابېلو ولسوالیو راغونډېږي.

هاشمي زیاته کړه: "د شهید محمد الیاس داعي د مورکۍ په ګډون او مشرۍ لاندې له ۱۰۰ زیاتې مېرمنې تر یوه چتر لاندې راټولېږي او د جګړې له ښکېلو لوریو د جګړې د بندېدو او دایمي اوربند غوښتنه کوي."

د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي، د نومبر میاشتې پر دوولسمه په لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

حکومت او طالبانو دواړو د دې قضیې د څېړنو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه د عاملانو په نیولو او مجازاتو کې د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG