د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي وژل شوی


محمد الیاس داعي له کلونو راهیسې په هېلمند کې خبریال وو
محمد الیاس داعي له کلونو راهیسې په هېلمند کې خبریال وو

په هېلمند کې د ازادۍ راډیو تکړه خبریال محمد الیاس داعي په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د هېلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، د نومبر ۱۲مې پر سهار په شوې پېښه کې د داعي ورور مجتبا محمدي ټپي شوی دی.

"په ډېره خواشینۍ سره یادونه کوو چې نن سهار د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي پر موټر چسپکي ماین انفجار کړی دی، په ترڅ کې یې نوموړی شهید شوی، یو ورور یې هم ټپي شوی دی. په سیمه کې دوه ملکیان چې یو یې ماشوم او یو غټ دی، ټپیان شوي دي."

د داعي پر وژنه غبرګونونه

د داعي وژنې د افغان حکومت او د خبریالانو بنسټونو غبرګونونه پارولي دي.

د ازادې اروپا راډیو لنډمهالې مشرې ډېزي سېنډلر په بیان کې د محمد الیاس داعي پر وژنه خپګان ښوولی او ویلي یې دي چې له هېلمنده یې په زړورتیا او پوره "ژمنتیا" خبریالي کوله.

د نوموړې په خبره، د داعي "هوډ هېڅکله متزلزل" نشو.

سېنډلر وايي، د داعي وژنه "یو بزدلانه او بدمرغه عمل دی چې یوه ځوانه کورنۍ یې ویجاړه کړه او افغانستتان یې له یوه داسې بااستعداده خبریاله بې برخې کړ چې په خپل هېواد کې د بدلونونو شاهد وو."

د ازادې اروپا راډیو مشرې په بیان کې زیاته کړې چې "د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ګواښ زیاتېدل باید د افغانستان باثباته او سوله ییزې راتلونکې ته ژمن هر کس خورا اندېښمن کړي."

د ازادۍ راډيو مشر قادر حبیب په یوه بیان کې ۳۳ کلن الیاس داعي یو زړور او مسلکي خبریال یاد کړ: "دا یو زړه بوږنوونکی او ټکان ورکوونکی خبر وو چې ما نن سهار واورېد."

ده وویل، داعي "یو تکړه، بې طرفه او زړور خبریال وو."

د مشال راډیو مشر محمد امین مدقق تر کلونو په کابل کې د ازادۍ راډيو مشر وو.

نوموړي داعي د "ډېر زړور خبریال" او پر وطن د مین کس په توګه یاد کړ، پر وژنه یې ژور خپګان وښود او ویې ویل چې د هغه مړینه "بې له شکه د ژورنالېسټانو ټولنې ته ستره ضایعه ده."

مدقق وايي، دی چې په کابل کې د ازادۍ راډیو مشر وو نو پر محمد الیاس داعي به یې د زښت احتیاط غږ کاوه خو هغه به په خندا ورته ویل چې "زه کمانډو خبریال یم."

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بېلابېلو ادارو د الیاس داعي وژنه غندلې او دا یې پر رسنیو حمله بللې ده.

د داعي وژنې په سوېل ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولان او خبریالان "سخت دردمن او اندېښمن" کړي دي.

دوی د الیاس داعي وژنه په هېواد کې د لویو ناوړه سیاستونو موجودیت او د کشفي او امنیتي ارګانونو کمزوری مدیریت بولي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا یو "ترهګر برید" بللی او "سخته غندنه" یې کړې ده.

د ارګ په بیان کې راغلي، ترهګرې ډلې په دې ډول "جنایتونو او بریدونو" د "بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نشي محدودولای."

بیان وايي، معلوماتو ته د لاسرسي او د بیان ازادۍ حقونه په "ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه" شوي، چې "حکومت یې ساتنې، پالنې او لا ودې ته ژمن دی."

تر ولسمشر غني مخکې د نوموړي ویاند صدیق صدیقي هم پېښه وغندله.

صدیقي پر ټوېټر لیکلي "په هېلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي وژنه غندو. الیاس داعي نن سهار په موټر کې یې د ایښوول شوي بم په چاودنه کې شهید شو. د داعي کورنۍ او د افغانستان رسنیزې ټولنې ته د تسلیت ترڅنګ، له شک پرته، د داعي ترور د بیان ازادۍ او افغانستان کې د رسنیو د دښمنانو کار دی."

پر داعي د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

الیاس داعي له کلونو راهیسې په هېلمند کې خبریالي کوله.

داعي د هېلمند په هره ولسوالۍ کې کار کړی وو او په بیا بیا یې د سختې جګړې او ناامنیو له سیمو څخه خبریالي کړې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG