د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې خبریاله ملاله میوند ووژل شوه


ملاله میوند
ملاله میوند

په ننګرهارکې نن پنچشنبه د انعکاس ټلوېزیوند انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټېلیویژن خبریاله ملاله میوند ووژل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته د دې پېښې په اړه وویل، ''خبریاله او مدني فعاله ملاله میوند نن سهار څه باندې اووه بجې د جلال‌اباد په درېمه ناحیه کې له خپل کوره د دندې پر لور تلله، چې له خپل موټروان سره یوځای د ناپېژندو کسانو له لوري په ډزو په شهادت رسول شوې ده."

تر اوسه هېچا د دې پېښې ‌‌ذمه واري نه‌ ده منلې.

ویل کېږي ملاله میوند له شاوخوا اتو کلونو راهیسې له دې ټلوېزیون سره کار کاوه.

نوموړې داسې مهال وژل کېږي چې نږدې یوه میاشت مخکې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه هدفي حمله کې ووژل شو چې عاملان‌یې تر اوسه نه‌دي معلوم.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG