د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال نړۍ کې ۲۱ خبریالان وژل شوي: سي پي جې


سي پي جې وايي، خبریالانو په وژنو کې زیاتوالی څرګندوي چې نړیواله ټولنه په دې لړ کې د معافیت په وړاندې مبارزه کې ناکامه ده.
سي پي جې وايي، خبریالانو په وژنو کې زیاتوالی څرګندوي چې نړیواله ټولنه په دې لړ کې د معافیت په وړاندې مبارزه کې ناکامه ده.

د خبريالانو ژغورنې کمېټۍ (سي پي جې) یو تازه راپور وايي چې په ۲۰۲۰ز کال کې د خبریالانو د کار له کبله د هغوی هدفي وژنې تر دوه چنده هم زیاتې شوي دي.

په نیویارک کې مېشت، د خبريالانو ژغورنې کمېټۍ (سي پي جې) د ډېسېمبر پر ۲۲مه په راپور کې ویلي چې سږکال په ټوله نړۍ کې ۲۱ خبریالان د خپل کار په بدل کې وژل شوي او زیاتوي چې تیر کال ۱۰ خبریالان وژل شوي وو.

د سي پي جې مشر جويل سايمن وايي، د خبریالانو په وژنو کې زیاتوالی څرګندوي چې نړیواله ټولنه په دې لړ کې د معافیت په وړاندې مبارزه کې ناکامه ده.

د دې راپور ترمخه په شام او افغانستان کې د خپل کار پر مهال لږ تر لږه څلور خبریالان وژل شوي، دا راز پنځم خبریال، چې د ډېسېمبر پر ۲۱مه په افغانستان کې وژل شوی، په اړه یې څېړنې روانې دي.

د سي پي جې راپور هم دا راز وايي چې سږکال د جګړو پر مهال د ډزو په تبادله کې درې خبریالان وژل شوي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د دا ډول وژنو تر ټولو کمه شمېره ده.

سږکال د رسنیو د خبرونو زیاته توجو د کورونا وبا ته وه او د دې له کبله د سفري محدودیتونه هم لګول شوي وو.

د جګړې پر مهال وژل شوي درې واړه خبریالان په شام کې د روس هوايي بریدونو ښکار شوي.د شام په کورنۍ جګړه کې له ولسمشر بشارلاسد سره روس ډېر پوځي ملاتړ کوي.

دا راز په ایران کې هم حکومت مخالفه خبریال روح الله زم ته پانسي ورکړل شوه ځکه چې نوموړي په ۲۰۱۷ز کال د حکومت مخالفه مظاهرو په اړه رپوټونه جوړ کړي وو.

سي پي جې دا د ریاست په مرسته وژنه بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG