د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې دوه وروڼه وژل شوي


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

د شمالي وزیرستان په میرعلي کی د فرورۍ په ۱۳مه،‌ د شپې په وخت په يو بريد کې دوه کسان وژل شوي او يو ژوبل دی.

پولیسو او ځایي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې بيګا ناوخته نامعلومه وسلوالو په ميرعلي تحصيل کې پر موټر سايکل سپرو کسانو ډزې وکړي. په بريد کې دوه وروڼه ضيا الدین او هلال په موقع ووژل شول او يو بل تن ژوبل دی.

د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر شفيع الله ګنډاپور د فرورۍ په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې د نامعلومه کسانو پرضد يې مقدمه درج کړي او پلټنې يې پېل کړې دي. دا په روان کال کې پنځم هدفي بريد دي.

تېر کال په شمالي وزيرستان کې۴۶ هدفي بريدونه شوي ول. ځايي خلکو په هدفي وژنو اندیښنې ښودلې. دوی د هدفي بريدونو پر ضد لاريونونه، احتجاجي ناستې او جرګې هم کړې دي. دوی د امن باوري کولو غوښتنه کړي.

حکومتي او پوځي چارواکیو په وار وار ویلي دي چې په سیمه کې یې امن پر ځای کړی دی، وسلوال یې له سیمې شړلي دي او د هدفي بریدونو د نیولو هڅه کوي.

د اتمانزو جرګې د بدامنۍ او هدفي وژنو خلاف مظاهره وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:08 0:00

XS
SM
MD
LG