د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې قبایلي ضلعو او بلوچستان کې د ترهګرۍ مخه ونیسي: اپوزېشن


حکومت او امنیتي چارواکي وايي‌ چې په دې سیمو کې حالات اوس د دوی په قابو کې دي او د ترهګرۍ د پېښو مخنیوي لپاره هم ګامونه پورته کوي. 
حکومت او امنیتي چارواکي وايي‌ چې په دې سیمو کې حالات اوس د دوی په قابو کې دي او د ترهګرۍ د پېښو مخنیوي لپاره هم ګامونه پورته کوي. 

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او بلوچستان کې د هدفي وژنو او خلکو تښتولو پېښو په اړه د پاکستان په سېنېټ کې تود بحث شوی دی.

د اپوزېشن ګوندونو یو شمېر غړیو د جنورۍ پر ۲۲مه په سېنټ کې د شوي بحث پر مهال په خپلو ویناوو کې په د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او بلوچستان کې د هدفي‌ وژنو او خلکو تښتول کېدو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ د سېنټ غونډې ته وويل چې له تېرو دوو کالو راهېسي په قبايلي ضلعو کې د خلکو تښتوني او هدفي بريدونه زيات شوي دي.

سنېټر عثمان کاکړ د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد د پورته شویو حکومتي ګامونو هم غندنه وکړه.

ده وویل، "په پرلپسې ناقانونه کړنې روانې دي، تاسو وګوری چې ډاکټر سید عالم مسید یې بیا نیولی دی، علي وزیر او نور ملګري یې وار له مخه نیول شوي دي."

د قبايلي ضلعې اورکزۍ سېنېټر اورنګزيب خان سېنټ ته وویل چې که چېرې حکومت په قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ پېښو مخنيوی ونکړ نو د دې زيان به ټول ملک ته ورسيږي.

ده وویل چې که حکومت په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ مخنیوی ونکړ نو بیا به په دې سیمو کې د تیر په څېر حالات رامنځ ته شي او بیا به ټول پاکستان له دې مشکل سره مخامخ شي.

په قومي اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړی اقبال اپريدي د اپوزېشن ګوندونو اندېښنې او نیوکې بې ځایه وبللې او زیاته یې کړه چې په قبايلي ضلعو کې امن بحال شوی دی.

اقبال اپرېدي وویل چې په ځېنو وختونو کې داسي پېښي رامنځ ته کېږي خو د ده په وینا، امنيتي ادارې يې د مخنيوي هڅې کوي.

دا په داسي حال کې ده چې په شمالي وزيرستان کې په تېر کال کې ۴۶ هدفي بريدونو کې د ځايي مشرانو او ځوانانو په ګډون ځينې حکومتي او امنيتي سرتيري هم وژل شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو یو شمېر جلسو او لاریونونو کې نه یوازې په قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ بیا زیاتېدو خبره کړې بلکې حکومت یې پر دې پېښو په سترګو پټولو تورن کړی دی.

حکومت او امنیتي چارواکي وايي‌ چې په دې سیمو کې حالات اوس د دوی په قابو کې دي او د ترهګرۍ د پېښو مخنیوي لپاره هم ګامونه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG