د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ دې کړې تېروتنې ومني او له ولسه دې بخښنه وغواړي: مولانا فضل الرحمن


مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي ايم) د مارچ په ۲۶مه اسلام اباد ته د لانګ مارچ اعلان او یوځل بيا پر پوځ غږ کړی چې په سياسي چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

د فرورۍ په نهمه، د سيند صوبې په حیدر اباد کې د دې تحریک مشر، مولانا فضل الرحمن د یوې جلسې پر مهال وويل چې د لانګ مارچ مقصد د وزیراعظم عمران خان حکومت ختمول دي.

زموږ پوځ دې يوازې په دفاعي چارو بوخت پاتې شي. په ملکي کارونو کې دې مداخله نه کوي
مولانا فضل الرحمن

نوموړي په سياست کې د پوځ په مبیینه کردار نيوکې وکړې او زیاته یې کړه چې امنيتي ځواکونه دې د ايين په دايره کې واوسي او په ملکي چارو کې دې ګوتې نه وهي: ''موږ نه غواړو چې زموږ پوځ دې پر دفاع سربېره بل کار وکړي. موږ نه غواړو چې په ټاکنو کې دې ګوتې ووهي. کومې غلطیانې چې یې کړې دي، دا غلطیانې نه يوازې بايد ومنل شي بلکې بخښنه هم دې پرې وغوښتل شي.''

مولانا فضل الرحمن دا خبرې په داسې حال کې کړې چې د پاکستاني پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فرورۍ په اتمه ويلي وو چې دوی په سياست کې مداخله نه کوي. هغه زیاته کړې وه چې پوځ بايد سياست ته ورټېل نه وهل شي.

په ۱۹۴۷ کال کې جوړ شوي پاکستان کې تر اوسه پورې پوځ په بېلابېلو وختونو کې ۳۳ کاله نېغ په نېغه د کودتاوو له لارې حکومت کړی دی. د دوی ځينو پخوانيوو جنرالانو په مرکو او کتابونو کې په غیرمستيقیم ډول د سياسي ګوندونو سره له جوړجاړي پرده پورته کړې ده خو حاضر سرویس پوځ د منتخبو حکومتونو په کارونو کې لاسوهنه هXڅکله نه ده منلې.

پوځ د منتخبو حکومتونو په کارونو کې کار نه لري. بايد سياست ته ورټېل نه وهل شي
د پوځ وياند

په همدې حال کې د پاکستان اوسني وزیراعظم عمران خان په بيا بيا ويلي‌چې پوځ ورسره په کارونو کې سلا دی خو دی په خپلو پالیسيوو کې ازاد مټ‌لري. نوموړی د اپوزیشن ګوندونو نيوکې سياسي بولي او پر هغوی د درغليوو په کېسونو کې له سزا څخه بچ کېدو لپاره د شور جوړولو تور پورې کوي.

د تحريک انصاف حکومت له استعفا ورکولو انکار کړی دی او وايي په درغليوو کې ککړ اپوزیشن سياستوالو سره به هيڅ جوړجاړی ونه کړي.

خو د حېدر اباد په جلسه کې په پاکستان جمهوري اتحاد کې شامل، پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري وويل چې د عمران خان حکومت ورځې کمې پاتې دي. د دوی په خبره خلک له ګرانۍ، خراب اقتصادي او ناکامې حکمرانۍ تنګ شوي دي.

بلاول بوټو ادعا وکړه چې د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د درغليوو په کولو سره راغلی دی نو ځکه یې د پاتې کېدو جواز نه جوړېږي. خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن تېرې ټاکنې شفافې اعلان کړې وي.

XS
SM
MD
LG