د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک راوړو په اړه د اپوزيشن نظر وېشل شوی


 مريم نواز وويل چې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک راوړلو موضوع به د پي ډي اېم په غونډه کې بحث کوي.
مريم نواز وويل چې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک راوړلو موضوع به د پي ډي اېم په غونډه کې بحث کوي.

د پاکستان اپوزيشن اتحاد د وزيراعظم عمران پرضد د عدم اعتماد تحريک د راوړلو پر سر له اختلافاتو سره مخامخ دی.

د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري څو ورځې وړاندې ويلي ول چې دوی غواړي د عمران خان حکومت د عدم اعتماد له لارې ختم کړي خو مسلم ليګ نواز ډلې د دې خبرې په ښکاره توګه مخالفت وکړ.

تردې وړاندې پاکستان جمهوري اتحاد (پی ډي اېم) ويلي ول چې دوی ښايي د سېنېټ په انتخاباتو کې برخه وانخلي خو وروسته د پيپلز پارټۍ په هڅو دوی خپل دريځ بدل کړ.

کارپوهان وايي چې که اپوزيشن اتحاد د عمران خان پر ضد په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک راوړي نو ښايي کامياب نشي.

په پېښور کې خبريال محمومد جان بابر د سېنټ د چيرمېن لپاره د شويو ټاکنو حواله ورکوي چې پکې د حکومت په مقابل کې د اپوزيشن د غړو شمېر زيات وو خو د ده په خبره کله چې رايې اچونه وشوه او نتيجه راغله نو د اپوزيشن د اميدوار په مقابله کې د واکمن ګوند د کانديد رايې زیاتې وې.

د ده په خبره، په دې کې د اپوزيشن تر لسو زياتو غړيو حکومتي امېدوار ته ووټونه ورکړي ول. نو هم دې تجربې ته په پام سره محمود جان بابر وايي چې په داسې حال کې چې عمران خان په اسمبلۍ کې تر اپوزيشن زيات غړي لري نو که عدم اعتماد راوړل شي نو ښايي ناکامه شي.

د ده په خبره، د ناکامۍ په صورت کې که بيا عمران خان هرڅه کوي نو له اپوزيشن سره به يې د مخالفت جواز نه وي.

يو بل خبريال شميم شاهد وايي چې په پخوانيو وختونو کې هم چې کله د وزيراعظم پرضد د عدم اعتماد تحريک رواړل شوی دی هغه کاميابه شوی نه دی.

د ده په خبره، د عمران خان پرضد به هم ښايي دا تحريک ځکه کامياب نشي چې يو خو ورسره حکومتي وسايل دي او بل لور ته يې له ادعا سره سم تر شا پوځي اسټېبلشمنټ ولاړ دی.

د حکومت او اپوزيشن ترمنځ اختلافات ډېر شديده شوي دي چې د راکمولو لپاره يې ټاکل شوې وه چې د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه د دواړو غاړو د پلاوو ترمنځ پارلېمنټ هاوس اسلام اباد کې غونډه وشي خو ونشوه.

د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه د اپوزيشن اتحاد مهم ګوند پاکستان مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې د پارټۍ تر غونډې وروسته وويل چې له حکومت سره به هيڅ مذاکرات نه کېږي.

د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک راوړلو په اړه د بلاول بووټو زرداري د وړاندېز په ځواب کې هغې وويل چې په دې اړه پاکستان جمهوري اتحاد په راتلونکې غونډه کې خبرې کېږي.

حزب اختلاف تور لګوي چې عمران خان د پوځ په مرسته د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې د درغلۍ له لارې په واک کې راغلي دی. خو حکومت دا تورونه ردوي. پوځ هم تل دغسې تور رد کړی دی. د پاکستان انتخاباتي کمېشن هم ټاکنې له درغليو پاکې اعلان کړې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG