د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځي مشران خپله پیزې خوري موږ په چای تېرباسي: مولانا فضل الرحمن


د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن
د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن

د ملاکنډ په بټخېله کې اپوزیشن غورځنګ پاکستان ډېموکرېټک مومنټ د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه د خپلو ولسي غونډو په لړ کې یوه جلسه وکړه چې ډېری مشرانو پکې ویناګانې وکړې.

د جمعيت علمااسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خپله وینا کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف حکومت ناجايزه وباله او پر پوځي مشرتابه یې غږ وکړ چې هغوی دې خپل دریځ څرګند کړي چې هغوی له چا سره ولاړ دي.

هغه وويل، "پوځ يوه اداره ده ځان ته غېر جانبداره اداره وايي، موږ يې احترام کوو، د ریاست لپاره یې ضروري ګڼو، خو سپيناوی دې وکړی چې بې پلوه ده که نه د يو ګوند ملاتړ کوي، فريق جوړه ده، که فريق ده نو بيا زموږ حق جوړيږي چې د جي اېچ کیو [پوځي مرکز] دروازې ته لاړو شو."

فضل الرحمان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د هغه بيان په غبرګون کې که پي ډي اېم [پېنډۍ ته ورغلی نو "چای اوبه به پرې وڅښي." په ځواب کې وويل، "موږ ته به د چای اوبو ست کوي او خپله به د پاپا جان پيزې خورې."

هغه وویل په ملک کې دا وخت يو جمهوري نظام نه بلکې د تېرو وختونو په څېر مارشل لا نافذ ده، او دوی په ملک کې د جمهوريت پياوړيکولو لپاره تحريک پېل کړی.

پي ډي اېم د روانې مياشتې په ۱۹ نېټه د بهرنیو راغلو پیسو قضیې (فارن فنډنګ کېس) په لړ کې په اسلام اباد کې د اليکشن کميشن د دفتر مخې ته د احتجاجي مظاهرې غږ هم کړی دی.

پي ډي اېم سوات جلسه، ۲۰۲۰، ۱۱ جنوري
پي ډي اېم سوات جلسه، ۲۰۲۰، ۱۱ جنوري


بټخېله کې د پي ډي اېم دې جلسې ته د پاکستان پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بوټو زرداري هم ورغلی وو، نوموړي په خپله وینا کې ادعا وکړه چې وقافي حکومت په قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) کې د خېبر پښتونخوا برخه پټول غواړي او زیاته یې کړه چې پي ډي اېم به چیرې هم د صوبې حقونو خوړلو ته وفاقي حکومت پرېنږدي.

بلاول وویل، چې د پيپلز ګوند حکومت صوبو ته ائيني حقوق ورکولو لپاره په ایين کې اتلسم ترميم کړی خو اوس پر هغو اييني حقونو ډاکه اچول کېږي.

"دې وايي هغوي ستاسو په حقونو ډاکه اچول غواړي، کومې 160 ارب روپۍ چې تېر کال خېبر پښتونخوا ته مېلاوېدل پکار وې چې هغه د اسلام اباد نه، بلکې د پښتونخوا پېسې وي هغه د موجوده حکومت د نااهلۍ له وجې صوبې ته ورنه کړل شوې، که چرې دغه پېسې خیبر پښتونخوا ته ورکړل شوې وي نو په ملاکنډ ډويژن کې به اوس څومره ځوانان پر روزګار وو او څومره تعليمي ادارې به جوړې کړل شوې وې."

په دا روستيو کې د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز ويلي ول چې حکومت به یې تر قامي مالياتي کميشن لاندې د وسايلو وېشلو لپاره په مکېنیزم کې ښه والی راولي او صوبې به ذمه وارې ګرځوي چې دوی دغه پيسې څنګه لګوي.

پوځ دې سپیناوی وکړي چې د ولس که د عمران خان تر شا ولاړ دی: مولانا فضل الرحمان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

امیر حیدر خان هوتي

د پي ډي اېم دغه جلسې ته په وېنا کې د عوامي نېشنل ګوند په خېبر پښتونخوا کې پخواني وزير اعلی امير حيدر خان هوتي وويل چې په تېر اليکشن کې چې کومه درغلي شوې وه او د هغې پر اساس جوړ کړی دا اوسنی حکومت چې یې ختم کړی نه وي نو تر هغو به دا تحريک روان وي. هغه زیاته کړه د ووټ غلا نه مني، او نه به تر هغو په ارام کښېني چې ترڅو یې عمران خان کور ته نه وي لېږلی.

نوموړي په خپله وینا کې اسټبلشمنټ ته په اشاره وویل، داوړه نه شي کېدلی، یا به هغوی ملک بچ کوي یا به عمران بچ کوي. دا فیصله اوس د دوی ده.

امیر مقام

په خپله وینا کې وویل، د عمران خان حکومت چې څومره په چټکۍ سره پورونه اخلي نو که کله چین یا نورو ملکونو خپل پورونه بیرته وغوښتل نو هغه ورځ لیرې نه ده چې د ملک ټول ایېرپورټونه او اېټم بم به خرڅ کړي.

محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، چې دا وخت پاکستان په جهاني کچه هېڅ دوست هېواد نه لري، له خارجي پلوه تنها دی. هېڅوک د پاکستان خبرې ته اهمیت نه ورکوی.

د ده په وینا په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه د دې لپاره رایوځای شوي دي چې له نوې سره د یوه جمهوري پاکستان بنیاد کښېږدي.

اڅکزي په خپله وینا کې وویل چې جمعیت علمای اسلام، عوامي نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او ټول پښتون ولس به یوموټی کېږي چې په افغانستان کې جنګ ختم کړي او له دې ځای هلته کېدونکې لاسوهنه ودروي. نوموړي وویل چې زموږ (پاکستان) د لاسوهنې له کبله افغانستان د جنګ په لمبو کې دی.

ورته تورونه د افغانستان هم لګوي خو د پاکستان سرکار بیا بیا د لاسوهنې تورونه ردوي.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان راوستولو کې د پوځ لاس دی او دوی یې د لیرېکولو لپاره تحریک پیل کړی دی.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو تورونه ردوي او وايي چې سياسي مشران دې په خپلو سياسي چارو پوځ نه ښکېلوي او نه دې ورباندې تورونه لګوي.

د تحریک انصاف حکومت وايي مخالف ګوندونه د خپلو مشرانو د درغلیو پټولو او پر حکومت د فشار اچولو لپاره پي ډي اېم جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG