د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي‌نېشنل پارټۍد ژوب په جلسه کې بيا د وزیراعظم استعفا وغوښته


 په ژوب کې د عوامي نېشنل ګوند جلسه
په ژوب کې د عوامي نېشنل ګوند جلسه

د بلوچستان په ژوب کې د عوامي نیشنل ګوند مشرانو يوې جلسې ته د تقریرونو پر مهال د وزیراعظم عمران خان پر حکومت نيوکې کړې دي. دوی همداراز پښتنو ته په خپلو وسايلو د واک اختيار غوښتنه تکرار کړې ده.

د دې ګوند جنرل سيکریټري، ميا افتخار حسېن د جنورۍ په ۲۸مه شوې دې جلسې ته د وېنا پر مهال وويل چې د تحريک انصاف حکومت ناکامه او په درغليوو راغلی دی چې دوی به یې ډېر ژر ختم کړي. نوموړي زیاته کړه چې د ځينو اپوزیشن ګوندونو اتحاد، پاکستان جمهوري تحريک به خلک له دې حکومته خلاصوي.

زه په زور د لادرکه کسانو لپاره اواز پورته کوم. د بلوچانو او پښتنو دواړو لپاره
اميرحېدرخان هوتي

د تحريک انصاف حکومت د اپوزیشن ګوندونو دا قسمه خبرې سیاسي بولي او هغوی تورنوي چې د درغليوو په کېسونو کې ځان له سزا بچ کول غواړي.

ميا افتخار حسېن د ژوب په جلسه کې د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې وکړي. هغه د پاکستاني چارواکو او د امريکې له نوې ولسمشر جوبايډن وغوښتل چې د امن پر ځای کولو لپاره دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو په کاميابولو کې مرسته نه درېغوي.

د عوامي نېشنل ګوند دا جلسه د دوی د هغو غونډو د لړۍ يوه برخه ده چې د جنورۍ له شلمې یې د خپلو مشرانو باچا خان او ولي‌خان د تلينونو د لمانځنې او د هغوی په ياد کې جوړوي.

پردې مهال د خیبرپښتونخوا پخواني اعلا وزیر او د عوامي نیشنیل ګوند مرکزی سينیر نایب صدر، امیرحېدر خان هوتي د باچاخان د ژوند په اړه خبرې وکړي او وې ويل چې باچا خان پر تشدد يقين نه درلود نو ځکه یې بايد پلويان هم د عدم تشدد لار خپله کړي. ((پشتون قام دهشت ګرد نه وو پېدا. دهشتګردي په موږ پسې نورو راوړه. څلویښت کاله مخکې چې حکمرانو کومې غلطې فیصلې کړي وې، اوسنۍ دهشتګردي د هغو نتيجه ده. اوس یې بدنام هم کړو او مړه هم. کورونه هم زموږ تبا شو او الزام هم پر موژ لګیږي.))

هغه د غېب کړل شوو کسانو پر مسله هم وغږېد او وې ويل چې لادرکه کسان دې ژر تر ژره وموندل شوي. هوتي زیاته کړه: (( زه د لادرکه خلکو لپاره اواز پورته کوم. زه په بلوچستان کې د پښتنو پرخاوره ولاړ يم خو زه به د پښتو او بلوچ بچي لپاره يو شان اواز پورته کوم.))

د انجمن اصلاح الافاغنه ۱۰۰مه کالیزه ولمانځل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

XS
SM
MD
LG