د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي حکومت د بلوچستان ۲۰ زره ټیوب وېلونه شمسي ته اړوي


د کلا سیف الله باغوانان اوبه او بجلۍ غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:51 0:00

د کلا سیف الله باغوانان اوبه او بجلۍ غواړي

وفاقي حکومت په بلوچستان کې ۲۰ زره باوړۍ له برېښنا څخه لمرینې انرجۍ (ټیوب وېلونه له بجلۍ څخه سولر انرجي) ته داړولو پرېکړه کړې ده.

وزیر اعظم عمران خان د بلوچستان له وزیر اعلا جام کمال خان سره د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په یوه غونډه کې دا اعلان وکړ.

د زراعت صوبایي وزیر زمرک خان اڅکزي له مشال راډیو سره په خبرو کې د دې اعلان هرکلی وکړ چې په وینا یې له دې سره په د صوبې کرهڼې ته لویه ګټه ورسېږي.

نوموړی زیاتوي، وزیر اعظم هدایت کړی چې د سږکال په جولای او اګست کې دې پر دې منصوبه کار پیل شي.

زمرک زیاته کړه چې په دې کي به ۷۰ فیصده مرکز او ۳۰ فیصده فنډ صوبه ورکوي او لږه برخه به زمیندار اخلي.

صوبايي وزیر وايي چې له زمیند ارانو سره به مشوره کوي ځکه چې د سولر له لګیدو ورسته به یې له باوړیانو د واپډا بجلۍ پرېکېږي.

زمیندارانو هم د وفاقي حکومت ګام ته هرکلی کړی او وايي چې د بجلۍ لوډشیډنګ ورته هرکال لوی مالي زیانونه اړوي.

د بلوچستان زمیندارانو اتحادېې مشر حاجي عبدالرحمان بازی وايي، پکار ده چې حکومت د بجلۍ بقایاجات ورته وبخښي.

نوموړي زیاتوي دا مهال په بلوچستان کې ۳۰ زره باوړۍ (ټیوبوېلونه) دي او که دا پر شمسي شي نو له دې څخه به حکومت ته په اربونو روپۍ فایده ورسېږي ځکه چې دا وخت هرکال وفاقي حکومت د ټیوب وېلونو په مد کې واپډا ته ۲۶ اربه روپۍ سبسیډي ورکوي او دا سبسیډي به سرکار ته ورپاته شي. دی زیاتوي زمیندارانو ته د بجلۍ لوډشیډنګ ډېره پرېشاني جوړه کړې او شمسي به یې له دې مشکله خلاص کړي.

بلخوا ډېری کارپوهان وايي چې د بلوچستان په زیاترو برخو کې تر ځمکه لاندې د اوبو کچه له ۶۰۰ څخه نیولې تر ۱۱ سوه فوټه پورې لاندې تللې ده.

په بلوچستان پوهنتون کې د جیالوجۍ څانګې مشر ډاکټر دین محمد کاکړ مشال راډیو ته وویل، چې د کوټې په ګډون د صوبې په ډېرو برخو کې هرکال له ۳ نیولې تر ۶ سینټي میټرو پورې ځمکه کښېني. د ده په وینا چې له شمسي څخه به نوره بربادي راشي. ځکه چې د شمسي له راتلو سره به کرۍ شپه ورځ ټیوب وېلونه چلېږي. د دې په نتیجه کې نه یوازې د ځمکې لاندې اوبه کښته رواني دي بلکه ځمکه هم ورو ورو کښېني او هلته په پښین کربلا کې خو ځمکه سوستې یا چاودلې ده.

د پښین په سیمه کې چاودلې ځمکه
د پښین په سیمه کې چاودلې ځمکه

په بلوچستان کي د۸۰ فیصده وګړو روزګار له کښت او کروندې سره تړلی دی او زیاتره زمینداران په بجلۍ له کویانو څخه اوبه راباسي خو له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې ۱۵په صوبه کي د بارانو لړۍ کمه شوې ده چې له امله یې د کارپوهانو په وینا هرکال د اوبو کچه لس میټره کشته روانه ده.

دوی زیاتوي پکار ده چې حکومت یې د مخنیوي لپاره په لویه کچه واړه او غټ ډیمونه جوړ کړي او که داسې و نه کړل نو په راتلونکيو وختونو کې به د صوبې په ځینو برخو کې د چښنګ/څکلو اوبه نه موندل کېږي.

XS
SM
MD
LG