د لاسرسي ځای

تازه خبر

خپل ولس ته د ښه راتلونکې ضمانت ورکوو. عثمان کاکړ


خپل ولس ته د ښه راتلونکې ضمانت ورکوو.عثمان کاکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:39 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي مشر عثمان کاکړ


په پاکستان کې د مې میاشتې پر ۱۱ مه نېټه د کېدونکو ټولټاکنو په لړ کې مشال راډیو په پښتون مېښتو سیمو کې له سیاسي ګوندونو سره خبرې اترې کوي او د هغوی د سیاسي هلو ځلو او نظرونو په اړه خپل اورېدونکي خبروي.


نو دا ځل موږ تاسو د بلوچستان پښتون مېښتې سیمو ته وړو او هلته له بېلابېلو ګوندونو سره د هغوی له انتخاباتو سره تړلې اېجنډا او پلانونه مطرح کوو.زموږ همکار، نیازموساخېل په لومړي سر کې د پښتون ملت پاله سیاسي ګوند،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ نظر را اخیستی او د دغه ګوند صوبایي صدر عثمان کاکړ سره یې خبرې کړې دي.


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر عثمان خان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر عثمان خان کاکړ
نوموړی په کلا سېف الله کې د صوبایي اسمبلۍ لپاره کاندید دی. دی ادعا کوي چې د دوی ګوند د کامېابېدو په صورت کې به دوی د سیمې خلکو ته ښه راتلونکی ور په برخه کړي او ټول کارونه به پر انصاف او مېرټ وکړي.

له عثمان کاکړه لومړۍ پوښتنه دا وشوه چې خلک په کوم بنسټ باېد دوي ته رایې ور کړي او بل چا ته یې نه کړي ور؟ دلیل به څه وي؟ نوموړي د پوښتنې په ځواب کې وویل:

"موږ ووټ پر دې غواړو چې زموږ په سیمه کې پخواني او تېر حکومتونو د خلکو پېسې ولوټلې.د روغتون،ښوونځي او لارو پر نامه یې د ولس ۱۵۰ ارب روپۍ په خپلو جېبونو کې واچولې او زموږ پخوانی او موجوده عمل داسې نه دی. موږ د غلاګانو او کرپشن خلاف یو او د هغې خلاف مو باقاعده مبارزه کړې ده. دوېمه خبره دا ده چې خلک باید په دې موږ ته رایې راکړي چې موږ په پښتون،بلوڅ صوبه (بلوچستان) کې د دواړو یادو قامونو د برابرۍ لپاره سیاسي او جمهوري هلې ځلې کړېدي او د کامېابېدو په صورت کې به د دغې برابرې د عملي کېدو لپاره بیا غږ پورته کړو. بل دا چې زموږ وطن کې د زراعت او اوبو ډېرې ستونزې دي. د تعلیم ستونزه ده.د بې روزګارۍ مسله مو مخ ته ده.خلکو ته به زموږ دغه ووایو چې د یادو ستونزو په اړوند زموږ ماضي ته په کتو دي موږ ته خپله رایې راکړي،د دوی رایې به ضاېع کېږي نه."

له عثمان کاکړ مخته پوښتنه وشوه چې هر سیاسي ګوند په لوموړي سر کې له خلکو سره بې شمېرې ژمنې وکړي او وروسته چې تر کُرسۍ ورسېږي،نو بیا یې هر څه هېر شي. ستاسو له خوا به څه ضمانت او څه یقین دهاني وي چې ژمنې به پوره کېږي؟د پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل:

"زموږ له خوا تر ټولو لوی ضمانت زموږ قول و پېمان دی. زموږ سپا خبره ده. موږ پخوا هم د ولس او قام لپاره نه هېرېدونکې تګلاره ټاکلې او هلې ځلې مو کړې او بیا به یې هم کوو.پر سیمه وچکالي راغله نو زموږ ګوند وو چې د احتجاج په توګه یې ښارونه بندول او د حکومت پالرنه یې دغې خوا ته را اړوله.د بجلۍ پر تګ راتګ او د غلو او داړه مارانو پر ظلمونو یوازې زموږ ګوند وو چې پر سړکونو او لارو به یې شعارونه ورکول. دا لومړی ځل نه دی چې ولس به موږ تر پارلېمانه لېږي،موږ پخوا هم په حکومت او اوپوزیسیون کې پاتې شوي یو او هلته هم موږه سیمې او ولس سره پر شیو ناجاېزه کړنو غږ پورته کړی او راتلونکي کې به یې بیا کوو.تر دې بالا څه ضمانت شته؟موږ راتلونکي لپاره ډېر څرګنده تګ لاره او لیدلوری ٫٫ویژن٬٬ لرو.موږ به د کامېابۍ په صورت کې د ژوند په هره څانګه کې انصاف او مېرټ عملي کوو.نوکرۍ به تعلیم ېافته او اهل ځوانانو ته ورکوو.بیوروکرېسې یاني لوړ رتبه افسران او چارواکي به د وزیرانو له خذمته د خلکو پر خذمت لګوو"

عثمان کاکړ په خبره،راتلونکې ټولټاکنې په سپا او آزادانه توګه ترسره رسېدل ډېر ضروري دی او د داسې نه کېدو په صورت کې به د ده په فکر، په ملک او صوبه کې داسې کړکېچ راشي، د کوم حل چې به بیا له چا سره نه وي او بیا به خلک پرېکړي پر سړکونو او لارو ترسره وي.
XS
SM
MD
LG