د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې دمځکې پرې کېدل او حکومتي بې غوري


د بلوچستان په شمالي برخو کې پراخه مځکه پرې شوېده
د بلوچستان په شمالي برخو کې پراخه مځکه پرې شوېده

خدای نور ناصر مشال رېډیو کوټه

په دې وروستيوکي دبلوچستان په ځينوبرخوکي څوڅوکیلومیتره مځکي پرې شوې دي. که څه هم په خلکوکي له دې کبله سخته وېره خوره شوېده، خودمځکي کارپوهان وائي ددې لامل په دې سیمه کي داوبوکموالی کېدای شي.
دبلوچستان په مستونګ،کوټه اوګلستان سیموکې مځکي پرې کېږي او دا لړۍ لا هم دوام لري. ترټوله ډېره او د د زیات واټن مځکه دګلستان سیګۍ کې پرې شوېده.

د سیمي داوسېدونکيوپه وینادغه مځکه د دې وروستي ډېروبارانوپه وخت کي پرې شوېده ،د سیګۍ سیمې یو مشر حاجي عبیدالله وايي په لومړي سر کې د پرې شوې مځکې وسوروالی تر يوه فوټ پورې وو، خواوس داترنهه فوټه پوري رسېدلې ده.او ژوروالی یې تر۷۰ ګزه هم زیات دی.او ددې مځکي اوږدوالی شاوخوا۴۰۰۰۰ فوټه پوري تللی دی.

دی وايي دا شاړه مځکه ده ،او په شاوخوا کې يې کروندې دي. او کله چې مځکه پرې کېده نو په خلکو کې یې وېره خوره کړه.

مځکپوه یا جیالوجیست محمدفاروق وايي ، ٬٬ ددې یو سبب زلزلې هم کېدلای شي، زموږ په مځکه کي څودړې (پلېټه )دي، ددې ښورېدل هم کېدلای شي.یاپه مځکه کي دننه تشه پيدا شي.ځکه چي له مځکي څخه اوبه ډېري وزي ځکه چې دا سیمه له کلونو راهیسې وچکالي ځپلې ده او د اوبو له سخت کمي سره مخامخ ده .٬٬


محمد فاروق وايي کله په یوه سیمه کې د مځکې د پرې کېدو پېښه رامنځته کېږي نو د مرکزي او صوبایي حکومت له خواله دوي سره تماس نیول کېږي، او ورته ویل کېږي، ددې سیمه کتنه دي وکړي، خو له بده مرغه په بلوچستان کې دمځکوپه پرېکېدواو ښوېدو تردې دمه نه دمرکزي او نه هم د صوبايي حکومت له خوا پاملرنه او توجه شوېده .او وايي نه د جیالوجیکل سروې اف پاکستان چارواکو په دې اړه کومه پلټنه او ګروږنه کړېده.



د بلوچستان صوبې مشروزیر مولوي عبدالواسع کاکړ وايي، ٬٬ د مځکې په پرې کېدو خبر یو خو تردې دمه موڅوک لېږلي نه دي. او اوس په دې تیاري کي يو، چي مځکپوهان متاثره سیموته ولېږو.٬٬



دیادوني وړ ده چي په بلوچستان کي مخکي تردې هم دبلېلي په ملازئي سیمه کي هم همداسي مځکه سره پرې شوې ده، خوتردې دمه لاهم دهغې مځکي سمه کتنه نه ده شوې.
XS
SM
MD
LG