د لاسرسي ځای

تازه خبر

واورې او بارانونه به وچکالي له مینځه یوسي



احمد الله - اسلام آباد

د اسلام آباد په ګډون د ملک په زياترو ميداني سيمو کې د بارانونو او په غرنیزو سيمو کې د واورو ورېدو لړۍ يو واري بيا شروع شويده.

د موسمياتو څانګې يو جګپوړي چارواکي محمد رياض مشال راډيو ته وويل چې له بیګا راهیسې د خيبر پښتونخوا، قبایلي سيمو، ګلګت بلتستان، تر پاکستاني ولکې لاندې کشمير، پنجاب او بلوچستان کې د بارانونو او واورې دغه اوسنۍ پیل شوې لړۍ تر راتلونکو درو ورځو پورې روانه وي.

چارواکی وايي چې تر ټولو زیاته یخني په پاړا چنار کې منفى شپاړس ډګري سينټى ګريډ ريکارډ شوېده.

نوموړي وویل په پاړا چنار، مالم جبه او کالام کې تيرو ۲۴ ګنټو کې تر ټولو زيا ته واوره له دوه نه ترشپږ انچه پورې وريدلېده.

د هغه په خبره له بیګا شپې راهسیې تراوسه د خيبر پښتونخوا په ټولو ډويژنونو کې باران شويدی او تر راتلونکو دوه ورځو پورى به د خيبرپښتونخوا په دې ډويژنونو کې نور بارانونه هم کيږي.

محمد رياض زياته کړه چې د بارانونو د روانې لړۍ له وجې به سږ کال سپرلى د روانې مياشتې پر ځای د مارچ له لومړۍ اونۍ څخه پېلېږي او په ملک کې به ګرمي د اپريل له وروستۍ اونۍ پېلېږي.

د ملک په لروبر کې له واورو او بارانو که یو لوري ساړه زیات شوي خو د پښتونخوا کروندګرو لپاره دغه اوسني بارانونه او واورې ګټورې ثابیتېدای شي.او په دې سره به وچکالي له مینځه ولاړه شي.

د کرهڼې کارپوه فضل مولا په پښتونخوا کې ډيرى سيمې باراني دي او په هغو سیمو کې غنم کرل شوي دي، هغو ته د اوبو ډېر سخت ضرورت دیږدی زیاتوي پکار ده چې کروندګرو خپلو فصلونو ته سره ورکړي چې فصل یې نوږر هم ښه شي.

نوموړى زياته کړه چې د ملک په زياتره سيمو کې نیالګي لګول کېږي او دا بارانونو هغو ته هم ډېره ګټه رسوي.
XS
SM
MD
LG