د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ایران مېوې د بلوچستان زمیندارانو ته تاوان رسوي'


حاجي عبدالرحمان بازی وايي، د ایران پر مڼو دې د کیلو په حساب لږ تر لږه ۴۵ روپۍ ټېکس ولګول شي، چې له دې سره به ځايي مڼې په منډۍ کې خپل ارزښت نه بایلي

بلوچستان کې د زمیندارانو اتحادیه وایي چې له تېرو څو کلونو راهیسې، له ایرانه د بېلابېلو مېوو د راتګ له وجې د دوی پر کاروبار سخت اغېزې لوېدلې دي. د دوی په خبره، ایران په خپله له ضرورته پرته د دوی هېڅ څیز نه ور پرېږدي، خو خپلې مېوې بیا په هر قیمت دلته خرڅوي.

د بلوچستان زمیندارانو اتحادیې مشر،حاجي عبدالرحمان بازیي له ایرانه د سېبونو(مڼو) او نورو مېوو راوړلو د ستونزې په اړه مشال راډیو ته وویل:

'دا وخت زموږ مڼې یو کیلو تر پنځه سوه روپۍ بالا نه خرڅېږي. د ایران روپۍ (کرنسي) کښته ده، نو مال یې هم دلته په ارزانه بېه پرېوځي. ستونزه دا ده چې کله زموږ د سېزن (د مېوو پخېدو او پلورلو وخت) شي، نو هم هغه وخت د ایران مال راشي،چ ې له وجې یې زموږ مال په کمه بیه خرڅېږي. یو خوا ته وچکالي ده او بله خوا ته د بیې په نه لرلو زمینداران دې ته مجبور دي چې خپل باغونه وباسي.'

حاجي عبدالرحمان بازیي په دغه اړه زیاته کړه:

'دوه کاله مخکې هم موږ د ایران ټرېلران (لویي ګاډۍ) درولې وې،نو بیا چون هلته په نوشکي سیمه کې د امنیت مسله جوړه شوه، نور د فرقه ایزې شخړې خطره پېدا شوه،نو ځکه موږ بیا خپل هغه احتجاج ختم کړ، ګنې موږ زمینداران دې ته چمتو یو چې له ایرانه د مېوو راتګ ودروو.'

حاجي عبدالرحمان بازیي زیاتوي،چې د ایران پر سېبو (مڼو) دې د کیلو په حساب کم نه کم ۴۵ روپۍ ټېکس ولګول شي، تر څو دغه وضع د دوي په حق کې قابو کړل شي.نوموړی زیاتوي:

'زموږ یواځې دا غوښتنه ده،لکه څنګه چې دی (ایران) زموږ وریځې او کینو(مېوه) خپل پر وخت هغه وخت اخلي چې په خپل وطن کې یې ضرورت شي او هلته خپل یې ختم شي،نو په دې خاطر موږ هم دغ حق لرو چې دلته زموږ هم چې کله خپلې مېوې ختمې شي او موږ ضرورت ورته ولرو،هغه وخت دې بیا د ده (ایران) غه راشي'

د بلوچستان زمیندارانو اتحادیې یو بل مشر،عبدالجبارکاکړ په دغه اړه وویل:

'د سوداګرۍ نړیوال سازمان (ډبلیو-ټي-او) چې کوم قانون دی، د ایران سېب (مڼه) له هغه قانونه خلاف دلته راځي. هغه د ډبلیو-ټي-او له مروجه اسنادو بغېر حیثیت لري او نه هغه زموږ د خپلمنځي تجارت یوه برخه ده. یا خو دا وي چې د دوو هېوادونو تر منځ د تجارت کوم لاسلیک شوی وي او یا کومه داسې اتحادیه موجوده وي، مګر داسې هېڅ هم نشته. کینو دوی له موږه په خپله خوښه غواړي، چې نه یې وي نو دا رنګه خو یې نه غواړي چې د مڼو ضرورت نشته او دوی خامخا موږ ته سېب را لېږي.ته خبر یې له سېب سره تړلې یوه ناروغې ده نېماټول، دا په ټول پاکستان کې نشته، مګر په ایران کې شته. نو زموږ خو هم څه تحفظات شته چې دا ناجوړې موږ ته منتقلېږي'

بلخوا په دغه اړه له اړوند چارواکیو سره په تماس نیولو کې بریالي نشو،خو د بلوچستان ټرانسپورټ محکمې سیکرټر عبدالخالق مندوخېل پر تماس برابرېدو وویل چې که څه هم د دې مسلې تعلق نېغ په نېغه له دوی سره نه دی، خو بیا به هم دوی یاده ستونزه تر اړوند لوړو چارواکیو ورسوي.

د بلوچستان زمیندارانو اتحادیه وایي، که له ایرانه د مېوو راوړلو په اړه د دوی تحفظات او نیوکې د پام وړ و نه ګرځول شوې، نو دوی به راتلونکي کې احتجاج کولو ته اړ شي.

XS
SM
MD
LG