د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي اتحادیې پر طالبانو د تشدد ودرولو غږ کړی


د اروپايي اتحادیې بېرغ
د اروپايي اتحادیې بېرغ

اروپايي اتحادیې او یو شمېر لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې روان تشدد او هدفي‌وژنې غندلي دي. دوی په يوه اعلاميه کې ويلي چې طالبان د تشدد د دې اکثريت پېښو مسوليت پر غاړه لري.

په کابل کې د اروپايي اتحاديې استازولۍ له خوا د جنورۍ په ۳۱مه خپره شوې دې اعلاميه کې زیاته شوې: ((موږ له طالبانو توقع لرو چې د خپلو خلکو سره د ملاتړ په ښودلو، تشدد بس کړي.))

په دې اعلاميه کې د اروپايي اتحادیې او ناټو په ملکي استازولۍ سربېره د امریکا، بریټانیا، اسټرالیا، کاناډا، فرانس، جرمني، ډنمارک، فنلنډ، چک جمهوریت، هالېنډ، سپېن او سوېډن نومونه راغلي چې پر افغانانو یې بریدونه غندلي دي.

دغو لویدیځو ډپلوماټیکو ماموریتونو ویلي: "طالبان باید پوه شي چې د دوی له تاوتریخوالي ډک او ورانوونکې کړنې نړۍ په غوسه کوي او که سوله په افغانستان ټینګیږي دغه تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي."

تر دې نيږدې دوه میاشتې مخکې د ۲۰۲۰ کال د دیسمبر په ۷مه هم اروپايي ټولنې او ګڼو لویدیځو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان خبریالانو او مدني فعالانو هدفي وژنې غندلې وې او له طالبانو یې غوښتي و چې له دې ډول بریدونو لاس واخلي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG