د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا دې پر طالبانو فشار زیات او د ځواکونو په ايستلو کې بيړه نه کوي: غني


ولسمشر غني وايي، امریکا او ناټو باید د ځواکونو د ایستلو په لړ کې پر خپلو شرایطو کلک ودرېږي.
ولسمشر غني وايي، امریکا او ناټو باید د ځواکونو د ایستلو په لړ کې پر خپلو شرایطو کلک ودرېږي.

افغان ولسمشر اشرف غني له امریکا غوښتنه کړې چې پر وسله والو طالبانو فشار زیات کړي او له افغانستانه د نورو ځواکونو په ایستلو کې بيړه ونکړي.

غني وویل، طالبان له امریکا سره د فېبرورۍ ۲۰۲۰ز کال تړون لاندې خپلې ژمنې پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

د دغه تړون له مخې طالبانو لوظ کړی و چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او په افغانستان کې به تشدد کموي.

د جنورۍ پر ۲۹مه د اېسپېن انسټیټیوټ په یوې انلاین وينا کې اشرف غني وویل،" امریکا او ناټو باید د ځواکونو د ایستلو په لړ کې پر خپلو شرایطو کلک ودرېږي."

یو کال مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له شاو خوا ۱۲۰۰۰ زره څخه ۲،۵۰۰ زره ته راټیټ شو.

غني وویل، له خپلو ناټو ایتلافیانو سره غږېدلی دی او هغوی په افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکولو کې ‌ډېره دلچسي لري.

خو غني وویل، ناټو له امریکا پرته خپل ماموريت جاري نه شي ساتلی.

نوموړي زیاته کړه، د ۲۰۲ز کال په سېپټمبر کې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچیانو ترمنځ د مذاکراتو پر پيلېدو سربېره په افغانستان کې تشدد زیات شوی دی.

غني دا هم وویل، د تړون لاسلیکولو پر وخت امریکايي چارواکو ورته باور ورکړی و چې اوربند به وشي یا به په تشدد کې کافي کمی راشي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن نوې ادارې ویلي چې واشنګټن د امریکا او طالبانو د سولې موافقې ته بیا کتنه کوي چې ایا دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل کوي او که نه، چې پکې د اوربند په ګډون له افغان حکومت سره بامعنا مذاکرات کول شامل دي.

XS
SM
MD
LG