د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره تړون ته د بیاکتنې نیت لرو: سولیوان


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان خپل افغان سیال حمدالله محب ته ویلي چې د امریکا – طالبانو د تړون د بیاکتنې نیت لري.

د امریکا د ملي امنیت شورا بېګاه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

اعلامیه زیاتوي سولیوان ویلي، د امریکا – طالبانو د ۲۰۲۰ز کال د فېبروري د تړون په بیا کتنه کې به وارزول شي چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي که څنګه؟

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون

د اعلامیې له مخې د جنورۍ پر ۲۲مه په دې ټېلېفوني مکالمه کې سولیووان ډاډ ورکړ چې امریکا د افغان سولې له پروسې او هغو رغنده سیمه ییزو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي چې سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ته د دواړو خواو په رسېدو کې مرسته کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د سولې د پروسې د برخې په توګه د افغان مېرمنو، نجونو او لږکیو ډلو د فوق العاده لاسته راوړنو له خوندیتوبه دا مریکا د ملاتړ ډاډ وښود.

بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د امریکا له نوي حکومت غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د سولې په شوې هوکړه ودرېږي.

قریشي د جنورۍ پر ۲۲مه له الجزیرې ټېلېویزن سره په یوه مرکه کې ویلي چې حکومت يې هیله لري چې امریکا به د افغانستان په چارو کې په پراخه توګه ښکېل پاتې شي.

نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې لویه لاسته راوړنه بللې.

افغان حکومت د قریشي څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د جنورۍ پر ۲۲مه د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي یوه غړي مولوي عطا الله لودین مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې هغه تړون تر ډېره طالبانو ته امتیازات ورکړي وو او افغان حکومت په کې ظاهراً یوې څنډې ته شوی.

خو وسله وال طالبان له امریکا سره د شوې هوکړې عملي کېدل د افغان جګړې د پایته رسېدو لپاره مهم بولي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG