د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته ټیټ شو


په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري
په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر په تېرو نېږدې دوو لسیزو کې تر ټولو ټيټې کچې ۲۵۰۰ ته ورسېد.

د امریکا دفاع وزارت د جنورۍ پر ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې د سرتېرو شمېر د کمېدو اعلان وکړ.

د دفاع سرپرست وزیر کرستوفر مېلر په حواله راغلي: "قوماندانان د همدغو ۲۵۰۰ ځواکونو په لرلو سره هغه څه لري چې پرې امریکا، امریکایان او د دغه هېواد ګټې خوندي وساتي."

کرستوفر میلر ویلي، د سرتېرو په شمېر کې دا کمښت له افغان سولې پروسې د امریکا دوامداره ملاتړ په ډاګه کوي.
کرستوفر میلر ویلي، د سرتېرو په شمېر کې دا کمښت له افغان سولې پروسې د امریکا دوامداره ملاتړ په ډاګه کوي.

مېلر زیاته کړې چې امریکا به د ناټو او نورو متحدینو سره په ګډه د ترهګرۍ ضد او هم د روزنې، مشورې او همکارۍ ماموریت ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې، دا دوه ماموریتونه د دې لپاره دي چې افغانستان هېڅکله بیا د هغو له خوا ونه کارول شي چې غواړي امریکا ته ضربه ورسوي.

امریکا چې له ډېر مخکې یې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ورستنولو تابیا نیولې وه، له طالبانو سره یې د ۲۰۲۰ز کال د فبروري په ۲۹مه د تړون په لاسلیک سره رسماً د دغو سرتېرو د ایستلو لړۍ پيل کړه.

د امریکايي ځواکونو کمېدل له طالبانو سره د امریکا تړون او له افغان حکومت سره ګډې اعلامیې ته ژمنتیا په ډاګه کوي.

د امریکا دفاع وزارت د جنورۍ پر ۱۵مه اعلامیه کې راغلي، نن تر بل هر وخت زیات د دوو لسیزو جګړې پای او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې یوې داسې پروسې ته نېږدې شوی چې په مټ یې سیاسي جوړجاړی رامنځته او یو بشپړ او دایمي اوربند ترلاسه شي.

د دفاع د سرپرست وزیر کرستوفر مېلر په حواله په دې اعلامیه کې زیاته شوې، د سرتېرو د شمېر دا کمښت د افغانستان د سولې له پروسې د امریکا دوامداره ملاتړ او هم له طالبانو سره د امریکا تړون او له افغان حکومت سره ګډې اعلامیې ته ژمنتیا په ډاګه کوي.

امریکا ژمنه ده چې د همدې کال په مې میاشت کې به د امریکایي سرتېرو شمېر صفر ته راښکته کړي، خو لکه څنګه چې پخوا یې ویلي و، د جنورۍ پر ۱۵مه د پنټاګون په اعلامیه کې بیا ټینګار شوی چې د سرتیرو د شمېر هر ډول کموالی په شرایطو تړلی دی.

پنټاګون ویلي، ټولې خواوې باید د سولې پروسې پرمختګ لپاره خپل هوډ وښايي.

بلخوا د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم مشال راډیو ته په یوه استولي پیغام کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د راکمېدو هرکلی کړی.

هغه ویلي، طالبان هیله مند دي چې پاتې بهرني ځواکونه هم له تړون سره سم له هېواده ووځي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د امریکایي ځواکونو د شمېر د راکمېدو هرکلی کړی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د امریکایي ځواکونو د شمېر د راکمېدو هرکلی کړی.

محمد نعیم په خپل پیغام کې ویلي چې د خپلو ژمنو د عملي کولو ډاډ ورکوي او له مقابل لوري هم ورته هیله لري.

امریکا داسې وخت په افغانستان کې د پاتې شوېو سرتېرو کچه ۲۵۰۰رو ته راټېټه کړه چې د سرتیرو د ایستلو په باب د ناټو مشرتابه اندېښنې ښوولې وې.

افغان چارواکو هم تل خپل ستراتیژیک ملګري امریکا ته سپارښتنه کړې چې پوځیان باید په مسوولانه توګه وباسي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تازه د بي بي سي په یوه پروګرام کې ویلي چې اوس د بهرنیو ځواکونو د حضور ډېره اړتیا نه شته، خو له افغان ځواکونو سره به د نړیوالې ټولنې تخنیکي مرستې روانې وي.

محب زیاته کړې ده: "زموږ کمانډو، خاص ځواکونه، اردو او پولیس ټول داسې یوې سطحې ته رسېدلي چې په خپله امنیت نیولی شي. بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه لرو. کومو مرستو ته چې اړتیا لرو هغه تخنیکي مرستې دي چې هغه انشاالله دوام کوي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې اوس د بهرنیو ځواکونو د حضور ډېره اړتیا نشته.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې اوس د بهرنیو ځواکونو د حضور ډېره اړتیا نشته.

محب ویلي، اوس افغان ځواکونه تر هغه وخت ډېر ښه د امنیت د نیولو جوګه ګرځېدلي چې شااوخوا یو نیم لک بهرنیو ځواکونو حضور درلود.

په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر داسې وخت ۲۵۰۰ ته راښکته شو چې د دغه هېواد بېلابېلې سیمې لا هم نا امنې دي او پوځیان له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

په دې سربېره خلک وايي چې په ښارونو کې د بمي چاودنو او هدفي وژنو زیاتېدو د جګړو د ختمولو هیلې اغېزمنې کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG