د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر اېنټوني بلينکېن سره پر افغان سوله غږېدلی


ښي اړخ ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر اېنټوني بلينکېن او کیڼ اړخ ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني.
ښي اړخ ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر اېنټوني بلينکېن او کیڼ اړخ ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغان ولسمشر اشرف غني سره يې د دواړو هېوادونو تر منځ د پايداره مشارکت د ژمنتيا په اړه خبرې کړې دي.

اېنټوني بلينکېن پرون ماښام د جنورۍ پر ۲۸مه پر ټویټر ولیکل چې نوموړي په دې ټېليفوني خبرو کې د امریکا دا هيله تکرار کړه چې ټول افغان رهبران به د ۲۰ کلونو پرمختګونو په ساتلو سره دې تاريخي فرصت ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه بیان کې ویلي چې بلينکېن د افغان سولې بهیر، هراړخیز او عادلانه سیاسي توافق او د يو داسې دایمي اوربند د ملاتړ ټينګار کړی چې د ټولو افغانانو ګټې پکې خوندي وي.

بلينکېن ویلي چې امريکا به له افغان طالبانو سره شوې د سولې تړون ته بیا کتنه کوي چې و پوهېږي ایا طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو، تاوتریخوالي کمولو او د افغانستان له دولت او نورو ښکېلو اړخونو سره د بامفهمومه خبرو ژمنې عملي کوي او که نه.

د غني او بلينکېن ترمنځ دا ټېليفوني خبرې له هغه وروسته شوي چې پرون د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابولوف سره وکتل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک مشال راډیو ته وویل چې په دې کتنه کې د سولې د بین الافغاني خبرو پر روان وضعیت او د دوحې د تړون پر پوره تطبیق خبرې وشوې.

له دې وړاندې بيا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دې ډلې یو بل پلاوي د جنورۍ پر ۲۷مه د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي علي شمخاني او نورو چارواکو سره په تهران کې ولیدل.

XS
SM
MD
LG